Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د عبدالرحمن پژواک د «افسانه های مردم» کتاب مخکتنه وشوه

نن په کابل کې هېواد  د یوه سیاسي او فرهنګي شخصیت عبدالرحمن پژواک داوو فولکلورې کیسو  د کتاب  مخکتنه وشوه.

څېړونکي، عبدالرحمن پژواک په هېواد کې د لنډو داستانونو له بنسټ ایښودونکو بولي.

د عبدالرحمن پژواک د ولسي افسانو یا افسانه هاي مردمي ټولګه اووه داستانونه لري.

د پوهنتون استاد عبدالقیوم قویم په دې اړه وویل:«استاد پژواک په واقعیت کې د معاصرو داستانونو، د لنډو معاصرو داستانو بنسټ اېښودونکی دی.»

شاعر او لیکوال عبدالغفور لېوال هم څرګنده کړه:« استا پژواک له لسو فولکلوري افسانو هغه دوه غوره کړي چې بشپړ اساتیري ارزښت لري.»

که څه هم په دغه پروګرام کې یو شمېر ویناوال حکومت د فرهنګي او هنري شخصیتونو پر وړاندې په بې پروایۍ تورنوي، خو اجراییه رییس وايي چې د هېواد په فرهنګي برخه کې هم ښه کارونه شوي دي.

د سنايي د پراختیايي بنسټ مسوول رازمحمد دلیلي هم څرګنده کړه:«د اطلاعاتو او کلتور محترم وزارت، چې د هغه بنسټیزه دنده ده، پرې نه ږدي چې یوه ورځ د هېواد او ملت لوړ شخصیتونه هیر شي.»

د حکومت اجرايي رییس عبدالله عبدالله هم وویل:«د دغه نوم د ژوندي ساتلو لپاره هغه څه چې د یوه هېوادوال په توګه زموږ ونډه ده انشاالله دریغ به یې نه کړو.»

له عبدالرحمن پژاواک نه مقالې، ناولونه، کیسې او ډېر چاپ شوي او ناچاپ  شعرونه پاتې دي.

 د خلکو افسانې د هغه اوم داستاني اثر بلل کېږي.  استاد پژواک، اتلس کاله وړاندې د شپږ اویا کلنۍ په عمر د پېښور په حیات اباد سیمه کې له نړۍ سترګې پټې کړې.

د عبدالرحمن پژاواک نه مقالې، ناولونه، کیسې او ډېر چاپ شوي او ناچاپ  شعرونه پاتې دي. ولسي افسانو کتاب د ښاغلي پژواک اوم داستاني کتاب دی.

شریک یي کړئ