اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لوګر مس عینکو کان کې د لرغونو توکو د موندلو په موخه د پلټلو درېیم دور پیل کړ.
د یاد وزارت سرپرست وزیر، محمد رسول باوري وايي چې له نهو کلونو را په دېخوا کابو څلور زره لرغوني آثار د مسو عینکو کان له سیمې ترلاسه شوي دي.
ښاغلی باوري وايي چې د نړیوال بانک په مالي مرسته په دې لرغونې سیمه کې د لرغونپيژندونکو د کیندنو لپاره درې کلن پروګرام پيلوي.
دی وړاندې وايي:«د کیندنو په پایله کې له ۶۰۰ ډېر لرغونې توکي د لرغون پېژندونکو په واک کې ورکړل شوي دي.»
لرغون پيژندونکو پر غونډیو او غرونو کې چې د مس عینک کان یوه برخه ده، څو عبادت ځایونه، د بودا خټینۍ مجسمې او د یوه تاریخي ښار آثار رابرسیره کړې دي.
په همدې حال کې هغه لرغونی ښار چې له خپلو ټولو تاریخي او ارزښتناکو شتمنیو سره د مس عینک کان ته څيرمه د لرغونپيژندونکو د اوو کلونو هڅو په پایله کې رابرسېره شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لرغونپوه، سلطان مسعود وايي:«د فرهنگي او لرغنیز کار لارې موږ کولی شو چې د افغانستان بل مخ نړۍ ته ښکاره کړو.»
اخوا د لوګر والي، محمد عمر اسحاق وايي چې ټاکل شوې ده له دې سیمې یو شمېر تر لاسه شوي آثار د دغه ولایت په محمد آغی ولسوالۍ کې په یوه ځانګړې موزیم کې نندارې ته وړاندې شي.
دی وړاندې وايي:«دا تاریخي آثار زموږ دا ادعا ثابته کوي چې په دې ځای کې ډېر مدنیتونه تېر شوي دي.»
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي چې په دې برخه کې د لرغون پيژندونکو د پلټنو له پایته رسیدو وروسته به د مس عینک کان د استخراج کار هم پيل شي.