Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نجونو د نړیوالۍ ورځې په مناسبت د عکسونو نندارتون

د هېواد یوې انځورګرې رادا اکبر، له ۱۸ کلونو د کم عمره نجونو ۵۰ عکسونه د نجونو د نړیوالۍ ورځې په مناسبت کابل کې د امریکا په سفارت کې نندارې ته اېښي دي.

د افغانستان دغه ځوانه انځورګره وايي هغه انځورنه یې چې په دغه نندارتون کې نندارې ته اېښي دي، د اوو کلونو په لړ کې له کابل او د افغانستان له ځينو نورو سیمو اخیستي دي.

پنځوس تصویرونه چې د نجونو د ستونزو په تړاو پنځوس داستانونه بیانوي. نجونو دا ستونزې په کابل او ځينې نورو ولایتونو کې لري.

د جبري ودونو، له زده کړو د نجونو د پاتې کېدو او د کارګرو نجونو داستانونه په دغو تصویرونو کې انځور شوي دي، د پنجشنبې پر ماښام نندارې ته اېښودل شوي دي.

مېرمن اکبر په دې اړه څرګنده کړه:«زما لپاره عکاسي یوازې یو کار نه دی بلکې مسوولیت دی په ځانګړې توګه د هغو نجونو او مېرمنو لپاره چې اواز نه لري او څوک نشته چې د هغوی غږ واوري. زه فکر کوم چې زما کمره کولای شي د هغوی غږ شي.»

رادا اکبر او کابل کې د امریکا سفیر جان بس

بل پلو په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس چې په دغه نندارتون کې یې ګډون کړی وه، پر هغه څه چې افغانستان کې د نجونو د ژوند د بدلون لپاره د امریکا ژمنه بولي، خبرې وکړې.

هغه په دې اړه زیاته کړه:«موږ وینو چې افغانستان په تېرو ۱۷ کلونو کې عادي بهیر تېر کړی او اوس د ترسره کولو لپاره ډېر کارونه شته څو ډاډ ترلاسه شي چې نجونې ښوونې او روزنې ته لاسرسۍ لري او د هغوی پر وړاندې د جبري ودونو او درانه کارونو فشار نشته او د جنسي تاوتریخوالي له خطر سره مخ نه دي. دا زموږ د دایمي هڅو یوه برخه ده څو له ستونزو خبر شو او له خپلو افغان همکارانو سره په ټولنه کې د نجونو لپاره فرصتونه برابر کړو.»

په ټول کې په دغه نندارتون کې رادا ۵۰ عکسونه نندارې ته اېښي دي

د دغه نندارتون په بله برخه کې د موسیقۍ د ملي انیسټېټوټ د نجونو زده کوونکو لخوا د موسیقۍ پروګرام جوړ شوی و.

یادو نجونو په تېرو اولسو کلونو کې د موسیقۍ په برخه کې زیاتې لاسه راوړنې لرې چې د افغانستان لپاره ستره لاسته لاوړنه بلل کېږي.

د افغانستان د موسیقۍ ملي انیسټیټوټ رییس احمد ناصر سرمست په دې اړه وویل:«موږ په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې له یوې اغلې پېغلې سره د موسیقۍ پروګرامونه پیل کړل، خو نن داسې پوهېږئ چې دوه ډلې لرو چې یو د افغانستان سیمه‎ییز (محلي) سازونه دي چې د هغوی ټول غږونکي نجونې دي او همدارنګه موږ ۳۰ کسیزه ارکسټر لرو چې ټول غږونکي یې نجونې دي.»

د اوکټوبر یوولسمه د ملګرو ملتونو لخوا د نجونو د نړیوالې ورځې په نوم لمانځل کېږي. دغه کار ځکه شوی چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د نجونو ستونزو ته پام وشي.

رادا اکبر د دغه تصویر اخیستوونکې ده نوموړې وايي دا بیلابیلو ولایتونو ته د هغه د سفرونو پایله ده. اکبر په دې باور ده چې په افغانستان کې د نجونو ژوند د بدلون لپاره جدي کار نه دی شوی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه