Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هرات منارونه چې یو وخت د یوه تمدن برم وو، د ویجاړېدو په حال کې

د هرات ښار منارونه چې یوه وخت د یوه تمدن غرور وو، اوس د له‎منځه تللو په حال کې دي. یو له دغو منارونو چې د (هرات په پنځم منار) باندې مشهور دی، کابو شل کاله کېږي چې په پولادي سیمونو ټينګ کړل شوي اوس دغه سیمونه هم د دغه تاریخي څلي د درېدو وس نه لري.

هغه منار چې یو مهال د تمدن برم و ؛ اوس کوږ شوی او د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي چې دا منار، د څلورلسو وروستیو لسیزو ناخوالو او جګړو څخه خوندي پاتې شوی نه دی. 

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او هنر امر جاوېد ضرغام په دې اړه وویل:«هره ورځ د پنځم منار حرکت زیات شوی دی.کېبلونه د دغه منار قابلیت نه لري. هغه څه چې موږ سنجولي دا منار ۸۰ ټنه وزن لري او په هېڅکله په کېبل نه شي ساتل کېدای او د دې سلمې په اړه اندېښنه لرو. په ډېر زیات احتمال سره دا منار په راتلوونکي کې ونړېږي.»

دا منارونه د هرات مصلا مجتمع یوه برخه ده چې د ملکې ګوهرشاد په واسطه د پنځلسم زیږدیزې پېړۍ په وروستیو کې طرحه او د هغې تر څار لاندې جوړ شول. دا مصلا، یو وخت د هرات ستر ویاړ وو. 

د رپوټونو پر بنسټ دا مصلا، په ۱۸۸۵ز کال کې د برېټانیا د پوځ له خوا ویجاړ شو، څو له روسیې سره د جګړې چمتووالي په پار د توپخانې لپاره د ډېرې فضا رامنځته شي.

په افغانستان کې د شوروي د حضور په وخت کې، دغه مصلا بیا ځلې ډېر زیان ولید او یوازې دغه پنځه مناروه یې پاتې شول چې دوه منارونه یې د راګټ لګېدو له امله زیانمن شوي دي.

ودانیز مهندسان به دې باور دي چې د دغو تاریخي څلو روغ پاتې کېدو احتمال شته خو باید ژر اقدام وشي.

ودانیزه مهندسه امنه کریمیان په دې اړه وايي:«د دغه منار ترڅنګ، یوه دوشاخه جوړه شي او دغه منار د کېبلونو په واسطه وساتل شي. پخواني کېبلونه په ځمکه نښلول شوي او دا د حل لار نه ده؛ ځکه چې نه شي کولای چې د ډېرې قوې تاب ولري. له همدې امله که‎چېرې دوشاخه جوړه شي او په دوشاخه کې کېبلونه ونښلول شي منار ښه نیول کېدای شي.»

 د هرات ځايي چارواکي وايي چې د دغه څلي ساتنه د بهرنیو متخصصانو همکارۍ ته اړتیا لري. له همدې امله په دې برخه کې له یونسکو سازمان نه د همکارۍ غوښتنه شوې ده.

هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد په دې اړه څرګنده کړه:«د پنځم منار د ساتنې او مراقبت او مستحکموالي لپاره په سیمه‎ییزه کچه یو لړ اقدامات شوي. اړتیا ده څو نړیوال متخصصان په دې برخه کې دخیل وي. له نېکه مرغه د یونسکو په همکارۍ په دې اړه ځينې اقدامات شوي خو په دې درشل کې یو لړ بنسټيزو کارونو ته اړتیا ده.»

 د هرات پنځم منار ته نژدې چې ویل کېږي د ړنګېدو په حالت کې دی، یو له ګڼې ګوڼې ډک سړک او د ودوونو یو تالار دی. داسې اندېښنې شته که‎چېرې دا څلی ړنګ شي پر دې سربېره چې یو تاریخي اثر له منځه ځي د سیمې اوسېدونکو ته به هم ډېر مالي او ځاني زیانونه واړوي.

شریک یي کړئ