Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد خپلواکۍ په ویاړ ملي موزیم کې د اماني دورې داثارو نندارتون

د «امان الله خان او د هېواد د خپلواکۍ او پرمختګ لپاره د هڅو» ترنامه لاندې نن د کابل په ملي موزیم کې نندارتون پرانیستل شو.

دا نندارتون چې په هغه کې د هېواد د خپلواکۍ د سملې کلیزې اړوند اثار، نندارې ته اېښودل کېږي، د یوې میاشتې لپاره به د لیدونکو په مخ پرانیستی وي.

د پرمختګ او اصلاحاتو په اړه د شاه غازي امان الله لیدلوي او دې بهیرو کې د خلکو ونډه، د دې نندارتون د مهمو موضوعګانو څخه دي چې خلکو سره شریکېږي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرستې حسینې صافۍ د دغه نندارتون په پرانیسته کې وویل:«د اصلاحاتو په اړه نظرونه یې، د خلکو په اړه، د خلکو ونډه، د ښځو د دریځ په اړه، د هېواد د پرمختګ او ابادۍ په اړه، او همدارنګه په هغو ځایونو کې چې د شاه امان الله خان په مشرۍ ټولو خلکو د هېواد لپاره مقاومت کړی.»

ټاکل شوې ده چې د زمري په ۲۸مه، افغانستان د خپلې خپلواکۍ سلمه کلیزه ولمانځي. افغان حکومت چمتووالی نیولی څو دا ورځ په ځانګړې توګه ولمانځي.

دا نندارتون داسې مهال چې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې لمانځلو ته دوه ورځې پاتې دي، جوړېږي او د ملي موزیم مسوولان بیا وايي، خلک کولای شي راتلوونکو ورځو کې هم له دې ځای لیدنه وکړي.

د کابل د ملي موزیم رییس محمد فهیم رحیمي څرګنده کړه:«دا نندارتون مو جوړ کړی او د یوې میاشتې لپاره به پرانیستی وي او هر کس کولای شي چې ترې لیدنه وکړي.»

له اماني دورې سره د خلکو اشنايي، پرمختګ کې د هغوی ونډه او بیا تورو ورځو ته د افغانستان نه ستنېدل مخنیوی، د دغه نندارتون له موخو دي.

شریک یي کړئ