Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د څلورو لسیزو د اتو زرو وژل شويو تصویرونه

کابل ښار کې د افغان عدالت غوښتونکي بنسټ له لوري د ۱۳۵۷ل کال د غويي د اوومې له کودتاه را هیسې تر روان کاله پورې د وژل شویو شاخوا اتو زرو تنو تصویرونه نندارې ته وړاندې شوي دي.

د دې بنسټ مشره ویدا احمدي وايي، دوی د دې لپاره دا نندارتون جوړ کړی، چې عاملین يې باید محاکمه شي، هغه دعوه کوي چې د دې وژل شویو کسانو عاملین اوس هم په قدرت کې دي. 

احمدي وویل: «اوس هم په افغانستان کې جګړې او جنایت روان دي او متاسفانه دا جنایت کاران په واک کې دي.»

د سړک ترغاړې د عکسونو دا نندارتون له اتو زرو تصویرونو سره د دسمبر د لسمې د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت د جګړې د قربانیانو لپاره دعدالت غوښتنې په موخه جوړ شوی دی، چې پکې د ماشومانو، مېرمنو، ځوانانو، سپين ږېرو او نظامي کسانو تصویرونه لیدل کېږي.

د کابل اوسېدونکې سوسن وايي: «زرګونه ځوانان مو تر خاورو لاندې شول، دا حالت یوازې افغانستان کې دی، نورو هېوادو کې داسې نه دی، هر ځل چې دې تصویرونو ته ګورم، له ډېره فکره مې وانګېرل چې زه هم ژوندۍ نه یم.»

هرڅوک چې د تصویرونو ترڅنګ تیریږي، د خپلوانو د تصویرونو په لټه کې وي چې په تیرو څلویښتو کلونو کې وژل شوي دي، صفی الله د خپل یوه پخواني ملګري تصویر پکې پيدا کړ چې پوځي و: «پېژانده مې، ملګری مې و، چې ښوونځی يې خلاص کړ، وسلې ته يې لاس کړ، د طالبانو په مقابل کې ووژل شو.»

سیدشاه اسلام هم د خپلې کورنۍ دوه تصویرونه د وژل شویو کسانو په تصویرونو کې پيدا کړل، هغه وايي: «زموږ له کورنۍ دوه وروڼه و او تر شپږو ډېر نور دې تصویرو کې پېژنم.»

د ملګروملتو سازمان د شمیرو له مخې په تیرو اوولسو کلونو کې په هیواد کې په بیلابیلو پيښو کې څه باندې شپيته زره ملکي کسان وژل شوي دي خو د وژل شویو پوځیانو کره شمیر نشته.

د ملګروملتو سازمان د شمیرو له مخې په تیرو اوولسو کلونو کې په هیواد کې په بیلابیلو پيښو کې څه باندې شپيته زره ملکي کسان وژل شوي دي

شریک یي کړئ