Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کندهار سیمه‎ییزې موسیقي له منځته تلو په اړه اندېښنې

د کندهارۍ سیمه‎ییزي موسیقۍ ږغوونکي وايي د دې ولایت موسیقي د منځه تلو په حال کې ده او زیاتوي چې د لودیځې موسیقي سره د ځوانانو مینه او د یادې موسیقي پرمختګ لامل شوی چې د کندهار سیمه‎ییزه موسیقي پیکه شي.

ظاهر جان  د تیرو ۳۵ کلنو راپدیخوا تبله ږغوي نوموړی وايي:« د پخوا په څېر اوس د یادې موسیقۍ خوند نشته ځکه ډېر خلک اوس وروسره د پخوا پشان علاقه نلري او ټول کسان غربي موسیقي خوښوي چې د ابه زموږ د سیمه ییزې موسیقۍ په راتلوونکې باندې ډېره ناوړه اغیزه ولري.»

رباب غږونکی، سید رسول چې کابو د تېرو ۳۰ کلنو راپدیخوا رباب ږغوي زیاتوي:« پخوا به خلکو یاده موسیقي د شوقه اوریدله او ډېر نوم لرونکي سندرغاړي مو لرل، خو اوس په دې موسیقي باندې نڅا او اتڼ ګډ شوی دی چې دا ډول نوښتونه بې ځایه دي او زموږ موسیقي ته زیان اړوي.»

د کندهار سیمه‎ییز سندرغاړي وایي، هڅه کوي څو د راتلوونکو نسلوونو لپاره د دغه ولایت سیمه‎ییزه موسیقي ژوندۍ وساتي، خو د نوو ځوانانو له لوري د بریښنايي موسیقي ږغول اوس د دغه پخوانۍ موسیقي مینه‎وال کم کړي دي.

سندرغاړی، ګل حسرت څرګندوي:«‎برېښناني جاپانی کیبورډ دا د موسیقي هغه آلې دي چي نوي ځوانان يې ډېره خوښوي، موږ يي وینو ورځ تربلي موسیقي خرابیږي، دايي لوعلت دی چې موسیقي خوښیږي، خو هنر مند نه خوښیږي.»

بل سندرغاړی، اسدالله کندهاری زیاتوي:«د یادې موسیقي د پس پاته کېدو علت مو په خلکو او اوریدونکي دی لس سلنه اوس دا سیمه‎ییزه موسیقي اوري، خو پاته نور ټول غربي موسیقي اوري او دا غربي موسیقي چې نه وي خلک پروګرام نه جوړوي.»

په همدې حال کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي د یاد ولایت د سیمه ییزې موسیقۍ د پرمختګ په موخه يې کندهاري هنرمندانو ته روزنیز ورکشاپونه په لاره اچولي وو چې تر ډېره ګټور هم ثابت شوي دي.

د کندهارد اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست، احمدشاه قادري په دې اړه وايي:«د دې موسیقۍ ژوندي ساتلو لپاره هڅه او کوښښونه کوو، د دې موسیقي لپاره تېرې دوه دورې یو کال لپاره د سیمه ییزي موسیقۍ د توکو د زده کړو ورکشاپونه دایر کړي وو، تر څو نورو نسلونو ته انتقال شي.»

دمګړی په کندهار ولایت کي نېږدې ۲۵۰ تنه کسان هنري کارونه پرمخ وړي، خو د یو شمېر سندرغاړو فعالت یوازې د خوښیو او ودونو تر محفلونو محدود وي.

music

په همدې حال کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي د سیمه ییزې موسیقۍ د پرمختګ موخه له هڅو خبر ورکوي

شریک یي کړئ