Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رویا سادات د«اسکار» ځای ناستې جایزه ترلاسه کړه

افغانه فلم جوړونکې، رویا سادات تېره ورځ(د کب۱۱مه) د«ولسمشر ته لیک» نوې دقیقه يي فلم لپاره چې د اسکار ځای‎ناستې جایزې ته نومانده وه، ترلاسه کړه.

دا جایزه د هالند د بهرنیو چارو وزارت ا و د ملګروملتونو د امنیت شورا لخوا جوړو شویو مراسمو کې مېرمن سادات ته ورکړل شوه.

د هالند د بهرنیو چارو وزارت په خپله ټوېټر پاڼه کې ليکلي دي:«د هاند د بهرنیو چارو وزارت ویاړي چې د اسکار ځای ناستې جایزه میرمن رویا ته د ښه فلم لپاره ورکوي.»

د هالند د بهرنیو چارو وزارت وايي چې مېرمن سادات د طالبانو رژيم وروسته توانېدلې چې افغانستان کې د ښځو په ژوند کې بدلون رامنځته کړي.

یاد فلم د دوو کلونو په موده کې جوړ شوی دی.

په دې فلم کې د ښځو پر وړاندې توپيري چلند او د دوی پر وړاندې تاوتریخوالی ښیې.

میرمن سادات وايي:د«دا فلم د ویلو لپاره ډېر څه لري. ټوليز توپير، ستونزې او توپيرونه په دې فلم کې د یوې کورنۍ له لارې ښکاره شوې دي.»

هغې زیاته کړې ده:«دا لومړۍ اوږد فلم دی چې ټول لوبغاړي یې افغانان دي. ټویې چارې یې افغانستان کې شوې دي، یوازې یو یا دوه مورده چې تخني وسایل نه وو.»

لینا علم د دې فلم مرکزي رول لري او عزیز دلدار یې کیسه لیکلې ده، دا فلم د رویا فلم او کابورا پرودکشن لخوا تولید شوی دی.

د هېواد فلمýجوړونکې، رویا سادات د«ولسمشر ته لیک» نوې دقیقه يي فلم سره وتوانېده چې د اسکار ځای‎ناستې جایزه ترلاسه کړي

شریک یي کړئ