ربابه محمدي چې د لاسونو او پښو د ناتوانۍ له امله په خولې سره نقاشي کوي، د دې ترڅنګ اوس یې سندرو ته هم مخه کړې.
هغې د جمعې په ورځ له غرمې وروسته (د چنګاښ په ۲۸ مه) د سندرو لومړنۍ پروګرام د موسیقۍ د یوې جودجوښه ډلې په ملاتړ کابل کې اجرا کړ.
رُباله وايي چې د انځورګرۍ په توګه غواړي چې په موسیقۍ کې هم د خلکو په ځانګړې توګه د افغان مېرمنو غږ انعکاس کړي.
هغې په دې اړه طلوع نیوز ته وویل:«یو فرهنګي پروګرام مې په خپله جوړ کړ؛ دا له نورو پروګرامونو سره توپیر لري چې دا ځل زه په ژوندۍ بڼه سندرې بولم. د موسیقۍ په تمرین مې هم پیل کړی او غواړم موسیقي تعقیب کړم.»
څلور کاله کېږي چې ربابه له خپلې حیرانوونکې نقاشۍ سره د خپل د زړه خبرې او د خپلې توانانۍ یوه برخه انعکاس وي:«زه چې له هر څه سره مینه ولرم، هغه تعیبوم. د نقاشۍ سربېره، له دې وروسته زه غواړم د افغانستان د خلکو غږ واوسم. هغه سندرې چې زه یې وایم تر ډېره به د افغانستان او ښځو په اړه دي او زه غواړم د ښځو غږ واوسم.»
سندرجوړونکی حمید هجران چې له ربابې سره همکاري لري وايي چې ربابه له فوقالعاده وړتیاو برخهمنه ده او په هغې کې د سندرغاړۍ استعداد هم ویني.
هغه زیاته کړه:«ربابه یوه ډېره پياوړې پېغله ده، د افغانستان د خلکو لپاره یوه ډېره پياوړې نمونه ده. هېڅکله جسمي معلولیت، ذهني معلولیت نه دی.»
د موسیقۍ «د افغانستان د سولې غږ» د یوې خود جوشه ډلې غړي وايي، د سولې د راتلو لپاره د هنر له لارې کار کوي، له ربابې سره هم د موسیقۍ په برخه کې مرسته کوي.
د افغانستان د سولې غږ ډلې غړې هما محمدي وویل:«یو کال کېږي چې زه د موسیقۍ له دې ډلې سره کار کوم؛ زموږ موخه د سولې راوستل دي. موږ غواړو چې له هرې ممکنې لارې د افغانستان لپاره سوله راولو.»
د افغانستان د سولې غږ ډلې غړې صدف محمدي څرګنده کړه:«په دغې ډله کې زموږ موخه دا ده، غواړو هغه ښځې چې غږ لري او وغواړي سندرې وبولي او یا هم نور استعدادونه لري خو نهشي کولای انعکاس یې کړي، موږ غواړو د هغوی لپاره په دې لار کې نمونه او بېلګه واوسو، څوک نهشي کولای زموږ په وړاندې خنډ شي.»
د جمعې په ورځ ربابې د کابل لوېدیځ کې د هغو کسانو پر وړاندې سندرې وبللې چې د هغې د هنر د لیدو لپاره ورغلي وو.
په خپلې لومړۍ سندره کې بیا هم د هېواد د ابادۍ په اړه وايي؛ هغه هیله چې د هغې د هنري ژوند د لا پرمختګ راز هم ورسره تړلی دی.