Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

"سپي تېره شپه ویده شول" د ایران او افغانستان ګډ فلم

افغان فلم جوړوونکي، رامین رسولي ایران کې د "سپي تېره شپه ویده شول" فلم د ثبت چارې پیل کړې.

ټاکل شوې دا فلم د رامین رسولي په ډایرکترۍ او د ایراني تولیدوونکي، سیاووش حقیقي تر څار لاندې جوړ شي.

دا تر "لینا" فلم وروسته د رسولي او حقیقي دوهم فلم دی چې د ایران او افغانستان سینما یې په ګډه جوړوي.

د دوی فلم به د افغانستان په لیري پراته او هېر شوي کلي کې د ژوند حالت بیان کړي.

د فلم داستان به داسې کلی ښکاره کړي چې د طالبانو په ولکه کې دی د یوه امریکايي عسکر د الوتکې تر نسکورېدو وروسته په دې کلي کې ژوند بدلیږي.

کیسه کې ښکاره کوي چې رالوېدلې الوتکه کې امریکايي عسکر د یوې جلۍ لخوا کلي ته راوستل کېږي.

په یاد فلم کې افغان او ایراني لوبغاړي لوبیږي.

عاطفه امیني، فهیم ابراهیمي، امیرحسین صادقي، فاطمه خدادادي، قاسم علیزاده، صغری بیات، اردلان برسي، یارمحمد نصیر محمدي، پارسا حسیني او امین میري د "سپي تېره شپه ویده شول" فلم لوبغاړي دي.

فلم "سپي تېره شپه ویده شول" فلم د افغانستان په یوه لیري پراته کلي کې ژوند انځوروي

شریک یي کړئ