Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له مړینې ۳۱ کاله وروسته؛ د فرهنګیانو په منځ کې د خلیلي ځانګړی ځای

د جمعې ورځ (د غوايي ۱۴ مه)، د هېواد د تکړه او نامتو شاعر، لیکوال او سیاستوال د مړینې له ورځې سره سمون لري.

استاد خلیلي، ۳۱ کاله مخکې په دې ورځې، په پاکستان کې ومړ او له هغه ډېر منظوم او منثور اثار پاتې شول.

شاعر او څېړونکی چې د ماشومتوب په پېر کې له ډېرو ستونزو سره لوست وکړ؛ فارسي ادبیات، تفسیر، منطق او حدیث یې زده کړل.

خلیل الله خلیلي د محرومیت دېوالونه ونړول. او د ظاهر شاه دولت ته یې لاره پیدا کړه او هغه مهال، د کابل پوهنتون د رییس مرستیال شو او وروسته د وزیرانو د عالي شورا منشي پُست یې ترلاسه کړ.

ځينې شاعران او لیکوالان نن، استاد خلیلي په نېکۍ سره یادوي او د هغه ستاینه کوي.

شاعر او لیکوال ضیا رفعت په دې اړه وویل:« یو کلاسیک پاله شاعر وه چې ننني حال او هوا ته یې هم یو لید درلود.»

د پوهنتون استاد احمد سعیدي هم څرګنده کړه:« نوی نسل باید وطن دوستي، ادب روزنه، د افغانستان د ننني او سبا وضعیت درک باید له استاد خلیلي څخه زده کړي.»

له استاد خلیلي څخه ۶۲ منظوم او منثور اثار پاتې دي چې ډېر شمېر یې په هېواد او بهر کې چاپ شوي.

هرات، د غزنویانو سلطنت، فیض قدس، له بلخ تر قونیې او یمګان د نوموړي نامتو اثار دي.

استاد خلیلي په ۱۲۸۶ لمریز کال کې د کابل د شهر ارا په سیمه کې زېږدلی وه.

نوموړی د غوايي د ۷ نېټې له کودتا وروسته پاکستان ته ولاړ او د ۱۳۶۶ لمریز کال په پسرلي کې د پاکستان په اسلام اباد ښار کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

 د نوموړي مړی له پنځه ویشتو کالو وروسته کابل ته انتقال او د کابل په پوهنتون کې د سید جمال الدین افغاني د مقبرې ترڅنګ خاورو ته وسپارل شو.

د هېواد د نامتو شاعر او لیکوال له مړینې یو دېرش کاله تېرېږي خو د نوموړي فرهنګي دریځ په خپل ځای کې دی.

شریک یي کړئ