Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له پوهنتونونو د خطاطۍ لرې کېدو اندېښنې پیدا کړې

د هېواد په پوهنتونونو کې په دې وروستیو کې د ښکلو هنرونو له پوهنځي د خطاطۍ رشته لرې کړل شوې ده، چې په هرات ولایت کې يې د خطاطانو اندېښنه را پارولې ده. 

خطاطي یو له هغو هنرونو څخه ده چې په هرات کې ډېر مینه وال او پلویان لري، په وروستیو کلونو کې ډیری ځوانانو دغه هنر ته مخه کړې او د هرات د خطاطانو د انجمن غړیتوب یې ترلاسه کړی دی.

په وروستیو کلونو کې د هېوادو په پوهنتونونو کې له ښکلو هنرونو پوهنځي څخه د خطاطۍ د څانګې لرې کول د خطاطانو له جدي اندېښنو سره مخ شوې ده.

د نیک محمد مستمند په نوم د هرات د خطاطانو د یو انجمن مسوول وايي، د هرات او کابل پوهنتونونو په ښکلو هنرونو پوهنځيو کې وړاندې د «خط» په نوم ډیپارټمنټ موجود و، چې اوس لرې کړل شوی دی.

هغه وویل: «موږ په پوهنتونونو کې د ښکلو هنرونو پوهنځيو کې د خط په نوم ډيپارټمنټ درلود، دولت هغه لرې کړ او پر ځای يې ګرافیک راوړ، چې دا د دولت له لوري د خطاطۍ پرخه کې دردوونکی ګام دی.»

هرات کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وايي، چې د خطاطانو له انجمونونو سره يې وخت پر وخت مرستې کړې دي او د دوی کلکه همکاري ورسره ملګرې ده. 

 جاوید ضرغام چې په دې ریاست کې د فرهنګ او هنر څانګې امری دی، وايي: «د هرات د خطاطانو انجمن د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست تر لاس لاندې و او دی او له ۱۳ کالو راهیسې يې هغه امکانات چې په لاس کې لرل، ورسره مرسته کړې ده.»

په وته وخت کې ترکيې ويلي، چې د خطاطۍ په هنر کې له افغان هنرمندانو سره مرستې ته حاضره ده. 

په هرات کې د ټیکا یا د ترکیې د عظمی لومړي وزیر همکاریو آژانس تازه د هرات له خطاطانو سره د خطاطي د ځینو وسایلو مرسته کړې ده.

علي ارغون چنار د یاد دفتر رییس وايي، د دوی مرستې تمامې شوې نه دي: «هڅه کوو چې راتلونکی کال د هرات خطاطان په ترکیه کې ځينو مراسمو کې برخه واخلي، چې نړۍوالې تجربې يې ډېرې شي.»

افغانستان د ځینو خطونو په ځانګړې توګه د ثلث خط اصلي ځای بلل کېږي چې اوسمهال په بېلابېلو هېوادونو کې له هغې ډلې په ایران او ترکیه کې شهرت او ډیر مینه وال لري.

په هرات کې خطاطان له حکومته غواړي چې دا څانګه بېرته د هېواد په پوهنتونونو کې د ښکلونو هنرونو پوهنځي کې داخله کړي.
 
هرات کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وايي، چې د خطاطانو له انجمونونو سره يې وخت پر وخت مرستې کړې دي.

شریک یي کړئ