Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملي پولیس په یوه هنري نندارتون کې

د کابل د نهمې امنیتي حوزې پولیس په دې ښار کې یوه هنري نندارتون ورغلي دي. 

د افغانستان د نقاشۍ نندارتون، چې  د بېلابېلو هنرمندانو نږدې زر نقاشۍ د نندارې لپاره لري. 

په دې نندارتون کې یو نقاش محمد اصفی وايي چې دلته، د تاریخي سیمو، د هېواد د تاریخ او جګړو ځينې صحني نقاشي شوې دي. 

هغه زیاته کړه: «چې څومره کولی شو، خپلې ټولنې ته باید فرهنګي کار وکړو، دا ډېر د خوښۍ ځای دی، چې نن ملي پولیس د تابلوګانو د لیدلو لپاره راغلي دي او پوښتنې کوي.»

نندارتون ته راغلي پولیس وايي، چې هنر پولې نه لري او هر څوک باید د خپل هېواد له فرهنګ او هنر سره بلد وي.

د نهمې امنیتي حوزې امر بسم الله تابان وايي: «هنر او هنرمن زموږ د ټولنې او زموږ د تاریخ لویې برخې دي، زموږ ملاتړ ته اړتیا لري او دې ته اړتیا لري چې موږ باید ډېر مسؤلانه چلند ورسره وکړو.»

په دې نندارتون کې چې د بېلابېلو نقاشانو زر تابلوګانې ساتل شوې دي، پخپله غېږه کې يې زموږ د هېواد فرهنګي او هنري شتمني ژوندۍ ساتلې ده.
 
شریک یي کړئ