Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نازیه اقبال وايي ورور یې پر لوڼو جنسي تېری کړی

د پاکستان نامتو پښتنې سندرغاړې نازیې اقبال خپل ورور افتخار تور پورې کوي چې پر دوه کم عمره لوڼو یې جنسي تېری کړی دی.

د پاکستان جیونیوز رپوټ ورکړی چې مېرمن اقبال پولیسو ته د خپل ورور په اړه شکایت لیکلی او ادعا یې کړې ده چې ورور یې د هغې پر ۱۲ او ۸ کلنې لوڼو هغه مهال جنسي تېری کړی، چې هغه او خاوند یې د کنسرټ د ترسره کولو لپاره بهیر ته تللي وو.

د جیونیوز په حواله، مېرمن اقبال ویلي کله چې هغه او خاوند یې په کور کې نه وو، ډېری وختونه به یې له خپل ورور څخه غوښتل ترڅو په لاهورپنډۍ کې د هغې په کور کې له لوڼو سره یې پاتې شي، خو ورور یې پر لوڼو جنسي تېری کړی او وروسته هغوی یې ګواښلي چې چوپې پاتې شي.

مېرمن اقبال همدارنګه ادعا کوي چې هغې خپل ورور پر لوڼو یې د تېرې پر مهال بالفعل لیدلی دی.

پولیسو ویلي دي چې د نازیه اقبال ورور یې نیولی او څېړنې روانې دي او همدارنګه د نجونو طبي معاینات ترسره شوي ترڅو ثابته شي چې جنسي تېری شوی که نه.  

مېرمن اقبال همدارنګه ادعا کوي چې هغې خپل ورور د دې پر لوڼو د جنسي تېرې پر مهال بالفعل لیدلی دی. پولیسو هم د هغه ورور نیولی او په بند کې دی.

شریک یي کړئ