Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې یوازې ۵زرګران لاسي کار کوي

په افغانستان کې زرګرۍ چې له کلنو راهسې هنرمندان لرل، خو اوس د یو شمېر زرګرانو په خبره دغه هنر خپله سنتي بڼه له لاسه ورکړې ده.

هغه لاسونه چې له ماشومتوبه له سرو او سپینو زرو سره اشنایي لري او له هغوی بیلابیل زینتي توکوي جوړوي.

په دې ولایت کې یوازېنی زرګر، علي‎شاه رحیمي دی چې په لاس کار کوي.

دی په دې اړه وايي:«هغه کار چې آسانه وي او ښې پيسې ولري، هماغه ترسره کوي.»

علی شاه هغه زرګر دی چې له پرمختللو وسایلو پرته له لاسونو سره زینتي توکي جوړوي، نوموړي کلونه وړاندې د خپل پلار لخوا زرګري زده کړې وه خو اوس زده کوونکي لري.

دا لرغونی صنعت چې اوس هم ډېر مینه‎وال لري.

دی وايي:«د لاسي کار ښه‎والی پر اخسیتونکي هم تړاو لري چې څه غواړي، ځینې یې د لاس کار غواړي. ځکه چې ډېر دوام کوي.»

راځئ وګورو چې دغه زرګران څنګه د خپلو کوتو په هنر سره زرګري کوي.
 

یو تن زرګر، مرتضى ابراهيمي څرګندوي:« دلاس کار ډېر ښه دی. بل هنر دی، انسان هر وخت چې وغواړي کار کولی شي. د ماشین په شان نه دی چې پرته له هغې کار ناشونی دی.»

د هرات پخواني زرګران اوس کار نه کوي، خو ځینې پخواني زرګران د سرو او سپینو زرو پلورنځي لري.

یو تن پخوانی زرګر، عبدالعلى وايي:«هغه کارونه چې موږ په ۱۳۴۰ یا ۱۳۵۰ او ۱۳۵۵ کې کېدل له اوسني ماشیني کارونو ډېر ښه او نازک وو.»

په هرات کې دودیزه زرګري ژوندۍ ده، خو زرګران وايي دغه صنعت له ماشیني وسایلو سره سیالي نشي کولی او د لمنځه تلو په حال کې دی.

د ویلو ده اوسمهال په هرات کې د دودیزې زرګرۍ یوازې پنځه هتۍ فعالیت لري.
 

هرات کې یوازې ۵زرګران لاسي کار کوي

په دې راپور کې د طلوع‎نیوز خبریال په هرات ولایت کې د یوه زرګر د کارکړنو څنډې څېړلي دي. زرګران وايي چې لاسي زرګري د منځه تلو په حال کې ده

Thumbnail

په افغانستان کې زرګرۍ چې له کلنو راهسې هنرمندان لرل، خو اوس د یو شمېر زرګرانو په خبره دغه هنر خپله سنتي بڼه له لاسه ورکړې ده.

هغه لاسونه چې له ماشومتوبه له سرو او سپینو زرو سره اشنایي لري او له هغوی بیلابیل زینتي توکوي جوړوي.

په دې ولایت کې یوازېنی زرګر، علي‎شاه رحیمي دی چې په لاس کار کوي.

دی په دې اړه وايي:«هغه کار چې آسانه وي او ښې پيسې ولري، هماغه ترسره کوي.»

علی شاه هغه زرګر دی چې له پرمختللو وسایلو پرته له لاسونو سره زینتي توکي جوړوي، نوموړي کلونه وړاندې د خپل پلار لخوا زرګري زده کړې وه خو اوس زده کوونکي لري.

دا لرغونی صنعت چې اوس هم ډېر مینه‎وال لري.

دی وايي:«د لاسي کار ښه‎والی پر اخسیتونکي هم تړاو لري چې څه غواړي، ځینې یې د لاس کار غواړي. ځکه چې ډېر دوام کوي.»

راځئ وګورو چې دغه زرګران څنګه د خپلو کوتو په هنر سره زرګري کوي.
 

یو تن زرګر، مرتضى ابراهيمي څرګندوي:« دلاس کار ډېر ښه دی. بل هنر دی، انسان هر وخت چې وغواړي کار کولی شي. د ماشین په شان نه دی چې پرته له هغې کار ناشونی دی.»

د هرات پخواني زرګران اوس کار نه کوي، خو ځینې پخواني زرګران د سرو او سپینو زرو پلورنځي لري.

یو تن پخوانی زرګر، عبدالعلى وايي:«هغه کارونه چې موږ په ۱۳۴۰ یا ۱۳۵۰ او ۱۳۵۵ کې کېدل له اوسني ماشیني کارونو ډېر ښه او نازک وو.»

په هرات کې دودیزه زرګري ژوندۍ ده، خو زرګران وايي دغه صنعت له ماشیني وسایلو سره سیالي نشي کولی او د لمنځه تلو په حال کې دی.

د ویلو ده اوسمهال په هرات کې د دودیزې زرګرۍ یوازې پنځه هتۍ فعالیت لري.
 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه