ربابه محمدي چې د لاسونو او پښو ناتوانۍ له امله په خولې نقاشي کوي، د یوه هنري او کلتوري روزنیز مرکز د پرانستو لپاره یې ملا تړلې ده.
دغه مرکز به په نېږدې ورځو کې، په کار پیل وکړي او په هغه کې به د نقاشۍ او موسیقۍ په څېر هنرونو زده کړه ورکړل شي.
ربابه چې اوس ۱۹ کلنه ده، کله چې نړۍ ته سترګې پرانستې لاسو او پښو یې حس نه درلود او نه شوای کولی حرکت وکړي.
هغه اوس د وېلچیر په مرسته ګرځي او په ځينو کلتوري او هنري محفلونو کې ګډون کوي. هغه وايي چې ښوونځي ته نه ده تللې، خو کولای شي ولولي او ولیکي او په خولې نقاشي کوي.
ربابې څلور کاله مخکې، ځان په کور کې زنداني کړی و؛ خو اوس هغه بلده شوې چې له ستونزو سره څنګه مبارزه وکړي، هغه د کابل په لوېدیځ کې د یوه روزنیز مرکز له رامنځته کولو سره هڅه کوي خپل همنسلانو ته هم کار وکړي.
انځورګره ربابه محمدي وايي:«څو تنه که روغ وي و که معلول، هغه کسان چې هنر لري، موږ غواړو له هغوی سره همکاري وکړو.»
نوموړې د یوې اته کسیزې کورنۍ غړې او د غزني د مالستان اصلي اوسېدونکې ده.هغه ولسوالۍ چې په دې وروستیو کلونو کې د ناامنیو شاهده ده او تېر کال هم په دې او جاغوري ولسوالۍ کې هممهاله درنې جګړې رامنځته شوې.
ربابه وايي چې د خپل زېږن ځای په اړه یې ځينې څه اورېدلي دي خو هېڅ کله هلته نه ده تللې:«ما یوازې په انځورونو کې لیدلی او ډېری کسان چې تللي، ځي او راځي، هغوی راته کیسې کوي چې څه ډول ځای دی.»
کله چې ربابه درې کلنه ماشومه وه، کورنۍ یې د درملنې لپاره کابل ته راوسته او که څه هم د مالي ستونزو له امله یې د هغې درملنې ته له پنځو کلونو زیات دوام ور نه کړ خو په پلازمېني کې پاتې شول، اوس د دې کورنۍ هر غړی خپلو موخو ته د رسېدو لپاره کار کوي.
ربابې په کابل کې ترخې ورځې تېرې کړې دي او هغه وختونه یې شېبه په شېبه په ذهن کې دي:«ما حتا نه شوای کولای چې دباندې ووځم او تازه هوا تنفس کړم. یعنې واقعاً زما ژوند پر ما دوزخ شوی و! کله مې چې انځور ګري پیل کړه، له استاد پرته وه.»
په تېر یوه کال کې ربابې ډېر پلویان پيدا کړي او اوس نوموړې ته د ننه په هېواد او بهر کې په پروګرامونو کې د ګډون بلنه ورکول کېږي، هغه په تېر مني کې د ترکیې په مرسین ښار کې په یوه پروګرام کې برخه واخیسته چې په هغې کې له نولسو هېوادونو دوه سوه هنرمندانو ګډون کړی وو.
د دغه پروګرام انځورونه د ربابې په فېسبوک پاڼې لیدل کېږي چې هغه د لسګونو هنرمندانو په منځ کې ښيي چې د ربابې په څېر یا یې لاسونه او یا یې هم پښې له توانمنۍ برخمنې نه دي.
عصمت الله امیري چې په استرالیا کې اوسېږي او د خپلوانو د لیدلو لپاره کابل ته راغلی په ټولنیزو رسنیو کې د ربابې کارونه ګوري او نن په تصادفي توګه نوموړې په دې مرکز کې ویني.
په استرالیا کې افغان کډوال عصمت الله امیري په دې اړه وویل:«واقعاً د زړه درد نقاشي کوي او هر صحنه انځوروي.»
ربابه هغه نجلۍ ده چې هغې ته ورته نورو کسانو ته هم د هڅو بېلګه وړاندې کوي.
هغه اوس پر انځورګرۍ او په دې برخه کې د فرمایشونو د منلو ترڅنګ انګلیسي ژبه زده کوي او همداراز په پراخو انټرنیټي تماسونو سره هڅه کوي خپل هنر او مطالعات له اوسنۍ زمانې سره برابر وساتي.