Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر ته د لیک په نام فلم د «ګلډن ګلوبل» فیسټیوال ته نوماند شو

د رویا سادات له خوا جوړ شوی فلم «ولسمشر ته لیک» په مالیزیا کې «د ګلډن ګلوبل» فیسټوال ته نوماند شو.

دغه ۹۰ دقیقه‎يي فلم د هغې مېرمنې ستونزمن ژوند انځور کړی چې د تاوتریخوالي، تبعیض او ځان‎خانۍ قرباني شوې ده، له دې وړاندې، د افغانستان په استازیتوب د اسکار جایزې ته هم نوماند شوی وه.

عزیز دلدار ولسمشر ته د لیک په نامه د فلم لیکوونکی او لوبغاړی، طلوع نیوز ته وايي چې دغه فلم د غوره فلم لیکنې، غوره فلم، د غوره ښځيه لوبغاړې او غوره فلم جوړونې په برخه کې د مالیزیا په ګلډن ګلوبل فیسټوال کې نوماند شوی دی.

له دې ډلې عزیز دالدار د غوره فلم لیکنې، رویا سادات د غوره فلم جوړونې او لینا علم هم د غوره ښځيه لوبغاړې په توګه ونډه لري.

ټاکل شوې ده چې د مالیزیا ګلډن ګلوبل نړیوال فیسټیوال د روان کال د فبرورۍ په ۲۵ مه پيل او د مارچ تر دویمه دوام وکړي.

په دغې جشنواره کې، ایران، چین، مالیزیا، سنګاپور، ټایلنډ، ټایوان، اسټرالیا، فرانسه، کوریا او جاپان ګډون لري.

ولسمشر ته د لیک په نامه فلم، په داسې حال کې په دغه فیسټیوال کې نوماندېږي چې د تېر کال په جولای میاشت کې دا فلم په سویس کې د «لوکارینو» نړیوال فیسټوال په ۷۰ مې دوره کې هم نوماند شوی وه.

شریک یي کړئ