Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په سعودي عربستان کې د ښځینه جامو لومړنۍ ننداره جوړه شوه

د اروپایانو په څېر په ښکلو جامو او د ویښتانو له بېلابېلو رنګونو سره سینګار کړو مېرمنو، د ریاض په ریټز کارلون هوټل کې د مود او سینګار په لومړنۍ ننداره کې خپلې جامې نندارې ته وړاندې کړې.

هغو موډلانو چې د دغې نندارې لپاره یې چمتووالی نیوه وايي چې د هغوی لپاره یوه جالبه پښه ده چې د شاهي دود په یوه هېواد کې داسې پروګرام جوړېږي.

یوه موډله انیتا دمي کروسکا په دې اړه وايي:«موږ ډېر خوشحاله یوو د دې لپاره چې دا په سعودي عربستان کې د مود او سینګار لومړنۍ اوونۍ ده. له دې امله موږ له دغه کار سره تاریخ جوړه وو.»

د محمد بن سلمان په حکومت کې ټولنیز محدودیتونه تر یوې بریده لیرې شوي. خو تراوسه هم ځينې محدویتونه په خپل ځای دی.

په عربستان کې کله چې مېرمنې له کوره بهر کېږي، حجاب اغوندي. په سعودي عربستان کې د وروستیو بدلونونو له راتګ سره، ښځو د دغه هېواد په ځينو ښارونو کې د بېلابېلو رنګو حجاب کارول پیل کړل.

خو په ریاض کې د جامو په دغې ننداره کې هېڅ یوې موډلې حجاب نندارې ته وړاندې نه کړ.

ټاکل شوې وه چې دا ننداره تېره میاشت جوړه شي، خو د بهرنیو مېلمنو د ویزې د ستونزې له امله وځنډېده.

د عرب د سینګار د شورا بنسټ رییسه لیلا عیسی وویل چې ټاکل شوې وه په دغې ننداره کې د ۴۰۰ بهرنیانو په ګډون یو زره او ۵۰۰ تنه ګډون وکړي.

هغې په دې اړه وویل:«کله چې خلک د مود او سینګار د نندارې لپاره پاریس ته ځي، مخکې له مخکې هوټلونه نیول کېږي او له مېلمنو ډک وي. زه غواړم چې دا څېر په عربستان کې هم جوړ کړم چې بیا په یوه کال کې جوړ شي. غواړم چې سیمه‎ییزو طراحانو ته زمینه برابره کړم ترڅو وکړای شي خپل کارونه نړیوالو ته وړاندې کړي.»

له لبنان څخه د جامو طراحه ناجا سعدي چې په دغه پروګرام کې یې ګډون کړی ریاض ته تللې هغه وايي:«ډېره ویاړم چې د سعودي عربستان د مود او سینګار په لومړنۍ ننداره کې ګډون کوم. دا د دغه هېواد د ښځو لپاره یو بدلون دی.»

د عرب د سینګار د شوار بنسټ غواړي چې د ښځو لپاره د سینګار روزنیز پروګرامونه جوړ کړي ترڅو وکړای شي په دې برخه کې نويو استعدادونو ته وده ورکړي.

د دغه بنسټ، بنسټ اېښودونکی او اجرايي رییس یعقوب ابریان وویل چې ډېری عربان د موډلینګ په برخه کې د خپل کاري شخصیت د پرمختګ لپاره خپل هېواد پرېږدي خو دغه پرورګرام هغوی ته اجازه ورکوي ترڅو په خپل هېواد کې پاتې شي.

شریک یي کړئ