په ننګرهار ولایت کې اهل هنودو د ویساک جشن ۳۲۰ کلیزه لمانځله، او دا جشن اهل هنودو هېوادوالو ته د نوروز جشن په څېر ګڼل کېږي او درې ورځې دوام لري.
په دغو مراسمو کې د ځايي اوسېدونکو په ګډون دولتي چارواکو ته هم مرکزي درمسال ته بلنه ورکړل شوې وه.
په جلال اباد ښار کې مېشت اهل هنود وایي، چې د ویساک په دویمه ورځ یې ځايي مسلمانان دوستان او چارواکي مرکزي درمسال ته میلمستیا ته بللي وو چې ډول ډول خوراکونه یې ورته چمتو کړي و او دا ورځ یې په شاندارو مراسمو سره ولمانځله.
په جلال اباد کې یو اهل هنود هېوادوال جسبیرسنګ په دې اړه وویل:«په دغه جشن کې د ننګرهار یو ډېر شمېر اوسېدونکو ګډون کړی وه او موږ ترې مننه کوو. دا جشن د دې لپاره دی چې کینې او شخړې لیرې کړو او یره یو موټی شو.»
د جلال اباد یو بل اوسېدونکی اجیت سینګ هم څرګنده کړه:«په دغې ورځ موږ ځانګړي پروګرامونه لرو؛ لرګي نڅا چې دري کې (چوب بازي) ورته وايي کوو، موسیقي غږوو او نڅا کوو.»
د ننګرهار والي ګلاب منګل وايي چې په دغه ولایت کې به د اهل هنود د ژوند اسانتیاوو ته جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي منګل زیاته کړه:«زه دوی ته ډاډ ورکوم چې د هغوی ټولې ستونزې که هغه د دوی د ملکیتونو په برخه کې دي او که هغه د دوی د مدني حقونو په برخه کې دي او یا هم د هغوی د ماشومانو د ښوونې او روزنې په برخه کې دي رسېدنه به وشي.»
په کابل کې د ویساک جشن
خو په کابل کې مېشت اهل هنود او سیک، بیا سبا ته د ویساک جشن یا د سیکانو د پېژاند کلیزه لمانځي.
د دغه جشن په درشل کې، یو شمېر حکومتي چارواکي د پنجشنبې په ورځ په دغه جشن کې د ګډون لپاره د کارته پروان درمسال ته بلنه ورکړل شوې وه.
د سرحدونو او قبایلو وزارت مرستیال یعقوب احمدزی یو له دغو مېلمنو وه هغه په دې اړه وايي:«د تېر په پرتله اوس د دوی ستونزې حل شوې دي او زه غواړم هغه کسان چې د دوی په منځ کې پوه لري په ادارو کې دې جذب شي.»
د افغانستان دغه هندوان وايي اوس هم د هغوی د ژوند پر وړاندې ډېرې ستونزې پر خپل ځای دي.
د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار په دې اړه په ډاګه کړه:«له بده مرغه اوس هم په هلمند کې، له هندوانو او سیکانو څوک نه شته او هغوی تللي دي او هغوی د مړو د سوځولو ستونزه لرله.»
د دغو هندوانو او سیکانو اولادونه وايي دوی اوس هم د ښوونې او روزنې په برخه کې ډېرې ستونزې لري.
په کابل کې د اهل هنود یو زده کوونکی ماشوم دلویندر وايي د هغوی ځانګړی ښوونځی د کابل ښار په شوربازار سیمه کې دی، د هغوی کور له ښوونځي څخه ډېر واټن لري او له همدې امله یوازې د ژبې په برخه کې زده کړې کوي.
د څلورم ټولګي زدهکوونکی دلویندر وايي:«موږ غواړو چې د خویندو او وروڼو په څېر مې نورو ښوونځيو ته ولاړ شو او نور شیان ولولو او لوړې زدهکړې وکړو.»
د شمېرو له مخې اوسمهال د افغانستان هندوان او سیکان په کابل ننګرهار او غزني ولایتونو کې ژوند کوي او اته شپیته عبادت ځایونه لري.