کابل پوهنتون کې د «همدلی/نږدېکت» تر نوم لاندې هنري نندارتون ته له سلو ډېر هنري اثار د نندارې لپاره راوړل شوي دي.
دغه اثار چې ۱۰۰ تنو هنرمندانو، په بېلابېلو وسایلو نقاشي او رسم کړي دي، د خلکو په زړو کې د مینې کرلو لپاره نندارې ته وړاندې شوي.
د دې نندارتون مسؤل یما ادیب کابلی وايي، خلکو ته خوښي او مینه ورکول يې یوازینی هدف دی.
هغه طلوعنیوز ته وویل: «د زړونو یووالی د ژبې تر یووالي بهتره دی، موږ وغوښتل د هنري اثارو په نندارې سره یو نږدېکت او همدلي پیدا کړو او د دې نندارتون په وسیله وکولی شو، ستړو شونډو ته موسکا ورکړو.»
د سمیع فقیري په نوم یو تن نقاش هم ورته څرګندونې لري، هغه وايي: « سره راټول شوو او د همدلي تر سرلیک لاندې مو یو ښه نندارتون پرانیست.»
په دې نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي اثار د ۲۵نجونو او ۲۵ هلکانو له لوري رسم او نقاشي شوي دي.
دوی په بېلابېلو وسیلو خپل هنري اثار رسم او نقاشي کړي دي، د مصور احمدي په نوم یو تن نقاش وايي: «دا د بخمل په ټوټه د روغني رنګ ډول دی، چې کم کارېږي، دی ته د بخمل په تکیه کار کول وايي.»
د عتیق الله نظري په نوم یو بل تن هنرمن وايي دوی د دې نندراتون له لارې وښوده چې ډېر نغښتي استعدادونه په افغانستان کې شته.
هغه وايي: «موږ وغوښتل چې د خپل هنر له لارې دا وښیو چې په افغانستان کې داسې وړتیاوې شته چې تر خاورو لاندې دي او باید له دې لارې تازه جوړ شي.»
په دې نندارتون کې د تاریخي اثارو تر څنګ د ښځینهو ژوند، ځینې لوبې او طبعیتي ښکلاوې هم را اخیستل شوې دي.
د دې نندارتون یوه نندارچي مریم ژولید وايي: «ځينې تابلوګانو د سولې او ښځو په اړه پیغامونه لرل، ټول اثار ډېر ښایسته و او یو ښکاره پیغام يې درلود.»
د زبیر عارف په نوم یو بل تن نندارچي وايي افغانستان بېلابېل هنري اثار په جګړو کې له لاسه ورکړي، د داسې هنري نندارتونونو په وسیله کولی شو، چې د فرهنګ بیا رغونه وکړو.
عارف زیاتوي: «په جګړو کې افغانستان ډېر هنري اثار له لاسه ورکړي، دا ډول نندارتونونه کولی شي، د یو فرهنګ د بیا رغونې تازه انګېزه موږ ته راکړي.»
د دي نندارتون مسؤلین وايي تر اوسه يې تر اتو ډېر هنري اثار تر درې زره ډالر په پورته قیمت پلورلي دي.
په همدې نامه دا دویمه هنري ننداره ده.