Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې د «چهارصوف» لرغونی بازار د له منځه تلو په حال کې دی

د کندهار ښار په زړه کې د «چهارصوف» په نام بازار چې ۲۵۰ کاله لرغونتوب لري د له‎منځه تلو په حال کې دی.

دا لرغونی بازار د کندهار له لرغونو ابدو شمېرل کېږي او د احمدشاه بابا په دوره کې جوړ شوی دی.

د کندهار ځينې اوسېدونکي وايي چې دا بازار د حکومت د بې پامۍ له امله په یوې کنډوالې بدل شوی دی.

هغوی وايي چې ډېره یاده  څلور لارې او بازار پر پخوانی حال پاته دی او د احمدشاه بابا د وخت تاریخ او یادونه يې ورسره تړلي دي. خو زیاتوي په تېرو اته لسیزو کې دې څلور لارې ډېر بدلون کړی دی.

د کندهار ښار اوسېدونکی غلام رسول وویل:«دا د احمد شاه بابا د دورې بازار دی؛ د دغه بازار ځينې برخې د جګړو پر مهال او د حکومت د بې پامۍ له امله زیان لیدلی دی.»

د چهار صوف لرغونتوب ته په کتو سره دا بازار د کندهاریانو لپاره ډېر ارزښت لري، او دوی له چارواکو غواړي چې دغه پخواني او لرغوني بازار ته دې پاملرنه وکړي او پرې نه ږدي چې ویجاړ شي.

بل خوا د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي هڅه کوي چې د چهارصوف بازار لرغونتوب وساتي، ځکه چهار صوف ته‎څېرمه «موی مبارکه»، د احمدشاه بابا کور او نور تاریخي ځایونه هم شتون لري. 

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر او فرهنګ آمر عبدالشکور څپاند څرګنده کړه:«موږ هڅه کوو چې دا بازار بیاورغوو او له هغه ساتنه وکړو؛ د دغه بازار په ښکته برخه کې د احمدشاه بابا کور دی، زموږ تاریخي اثار باید وساتل شي.»

چهار صوف که څه هم یو لرغونی ځای دی خو تر اوسه د یوې تاریخي ابدي په توګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري ثبت شوی نه دی.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي هڅه کوي چې د چهارصوف بازار لرغونتوب وساتي، ځکه چهار صوف ته‎څېرمه «موی مبارکه»، د احمدشاه بابا کور او نور تاریخي ځایونه هم شتون لري. 

شریک یي کړئ