بازار:د کاناډا او افغانستان د اړیکو څېړنه
د کاناډا لومړي وزیر افغانستان سره په ګډه سوداګریزه ناسته کې د دوه اړخیزو سوداګریزو او پانګونې د اړیکو په پراختیا ټینګار کړی دی.
په دې اړه د کاناډا د لومړي وزیر رسمي لیک کې راغلي، دا ناسته چې د کاناډا او افغانستان د خصوصي سکټور او دولتي استازي راټول شوي، هدف یې دا دی چې د دواړو هېوادونو تر منځه د پانګونې او سوداګرۍ برخه کې لا پراختیا راشي.
پر همدې موضوع کوربنې، زرمینې محمدي پر همدې موضوع له اقتصادي چارو کارپوه، هاشم رسولي سره خبرې کړې دي.
د کابل د صرافانو ټولنې د شمېرو له مخې تېرو دوه میاشتو کې د افغانیو بیه د ډالرو او نورو بهرنیو اسعارو په مقابل کې څلور افغانۍ راټیټه شوې ده.
صرافان وايي، د افغانیو اوسنۍ ټیټه بیه مخینه نه لري او داسې وخت کې به د افغانیو د ثبات لپاره د مرکزي بانک هڅې هم هیڅ ګټه ونه کړي. پر دې موضوع د صرافانو سراسري شورا رئیس، قاضي میرافغان صافي سره خبرې شوې دي.
په هلمند ولایت کې د پاکستانیو کالدارو د راکړي ورکړي په اړه بندیز ولیګدی، د یاد ولایت والي ټولو دولتي ادارو ته امر کړی تر څو پدغه ولایت کې د پاکستانو کادارو د راکړي ورکړي مخنیو وکړي. پر دې موضوع د متشبثینو ټولنې پلاوي غړي، رحم الدین حاجیآغا سره خبرې کړې دي.