Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بروکسل ناستې چمتووالي په اړه ولسي جرګې ته د درېیو وزیرانو ځواب ویل

د ولسي جرګې په ناسته کې د ماليې وزیر وویل چې په بروکسل ناسته کې له افغانستان سره مرستې به هېواد ته د افغان کډوالو بېرته راستنېدو مسأله سره تړاو ولري.

د مالي وزیر، اکلیل حکیمي چې نن ( یک‎شنبې د تلې۱۱مه) د ولسي جرګې په استجوابیه ناسه کې خبرې کولې وویل، که د افغانستان حکومت په بروکسل ناسته کې په اروپايي هېوادونو کې د افغان کډوالو پر موضوع بحث ونه‎کړي نو په دې ناسته کې ډېر شمېر ژمنه شوې مرستې به په دې هېوادونو کې د کډوالو لپاره ولګول شي.

ښاغلي حکیمي زیاته کړه:«که د کډوالو موضوع هواره نکړو، هغه پیسې چې ټاکل شوې ده افغانستان ته یې ورکړې، هغه پېسې د دې پرځای چې افغانستان کې ولګول شي، په خپلو هېوادونو کې یې د کډوالو لپاره لګوي.»

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزیر، صلاح‎الدین رباني په دې ناسته کې ټینګار وکړ چې افغانستان د نړیوالې ټولنې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د افغان کډوالو راستنولو په موخه مرسته کوي.

د کډوالو چارو وزیر، سید حسین عالمي بلخي څرګنده کړه:«په دې ورځو کې داسې ګنګوسې شته چې افغانستان له یو شمېر اروپايي هېوادونو سره د کډوالو راستنولو په موخه په ځانګړې توګه آلمان سره هوکړه کړې ده، چې دا یوازې ګنګوسې دي.»

اوس مهال هره ورځ له پاکستان او ایران څخه کابو ۱۵۰۰تنه افغانان هېواد ته راستنیږي.

د مالیې وزیر ولسي جرګې ته په بروکسل ناسته کې د مرستندویه هېوادونو د مرستو نوملړ اعلان کړ.

د دې لوملړ له مخې:

د امریکا متحده ایالاتونه ۷۰۰ میلیون ډالر

آلمان ۶۰۰ میلیون ډالر

نړیوال بانک ۴۰۰ میلیون ډالر

د آسیا پراختیايي بانک ۳۰۵ میلیون ډالر

جاپان ۴۰۰ میلیون ډالر

اروپايي ټولنه ۲۲۰ میلیون ډالر

بریټانیا ۲۰۰ میلیون ډالر

آسټرلیا ۸۱ میلیون ډالر

کاناډا ۵۵ میلیون ډالر

چک ۲ میلیون ډالر

ډنمارک ۵۶ میلیون ډالر

فنلنډ ۳۳ میلیون ډالر

فرانسه ۲۵ میلیون ډالر

هالنډ ۷۴ میلیون ډالر

ناروې ۱۷۸ میلیون ډالر

سویډن ۸۱ میلیون ډالر

سویس ۱۱ میلیون ډالر

ترکیه ۸۱.۶۱ میلیون ډالر

و ایتالیا ۳۵ میلیون ‌ډالر

په یوه کال کې به د یادو مرستو ټولیز ۳و۵ میلیارډه ډالرو ته ورسيږي. مخکې له دې هند هم له افغانستان سره د یو میلیارډه ډالرو د مرستې اعلان کړی وه.

د ولسي جرګې په ناسته کې د ماليې وزیر وویل چې په بروکسل ناسته کې له افغانستان سره مرستې به هېواد ته

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه