Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بروکسل د غونډې ګډه لاسلیک شوې اعلامیه

د بروکسل په غونډه کې ګډونکوونکو هېوادونو او بنسټونو د چهارشنبې پر شپه ګډه لاسلیک شوې اعلامیه خپره کړه ، په دې اعلامیه کې راغلي، د افغانستان همکارانو له دې هېوواد سره د همکارۍ ژمنه کړې ده تر څو په(۲۰۱۵ـ۲۰۲۰) لسیزو کې دا هېواد ځان‎بساینې ته ورسېږي.

په اعلامیه کې همداراز راغلي دي چې دا مرستې د افغانستان سیاسي، اقتصادي او ټولنیز حالت ښه کېدو لپاره شوې دي تر څو دا هېواد وکولی شي چې دوامداره پراختیا او پرمختګ ته ورسيږي.

په اعلامیه کې راغلي دي چې د افغانستان حکومت د یوه پایدره او حساب‎ورکوونکي هېواد رسېدو لپاره خپل لومړني کارونه کړي دي، خو د اوسنیو لارسته راوړنو او شته ستونزو هوارۍ په موخه باید ګډې هڅې وشي.

له افغانستان سره د نړیوالو همکاریو د پیاوړې کېدو لپاره د افغانستان بدلون لسیزې لپاره به دا مرستې په درېیو برخو کې وشي.

• د افغانستان دولت به د ښې حکومتوالۍ، د سولې راوستو، پرځان بساینې موخې د دوه اړخېزې حساب‎ورکوونکې سره پرمخ یوسي.

• د نړیوالو لخوا د مرستو دوام په همدې کچه او یا هم تر ۲۰۲۰ زیږدیز کاله د مرستو اغیزمنتیا سره زیاتې شي.

• د افغانستان جګړې پای‎ته رسولو په موخه د نړۍ او سیمې په کچه همکاري، او همداراز د اقتصاد، سولې راوستو، دوامدار ټيکاو او سیاست په برخه کې د سیمه‎ییزو همکاریو پراختیا.

• د افغانستان حکومت د پرځان بسیاینې په موخه د سولې او ملي پراختیا پالیسي او سټراتیژۍ لومړیتبونه په ګوته کړې دي، چې پنځه برخې په کې رانغاړي، لکه ولسي تړون، د ښځو اقتصادي پیاوړتیا، ښاري پراختیا، کرنه او بنسټونه یې نړیوالې ټولنې ته معرفي کړي دي او نړیوالې ټولنې هم په بروکسل غونډه کې ترې هرکلی کړی دی.

د اصلاحاتو موضوع

افغان حکومت د سولې او د ملي پراخیتا چوکاټ چې ځان بساینې لپاره یې د افغانستان د ستراتېژیکې پالیسۍ یې په لومړیتوب کې راوستي دي،د ملي لومړیتوب له پنځو پروګرامونو سره چې عبارت دي، د وګړيتوب د تړون پروګرام،د ښځو د اقتصاد پیاوړي کېدل،ښاري پراختیا او جامعې کرنیز پروګرامونه او د ملي بیخ بسټونو جوړول دي چې نړیوالې ټولنې ته یې معرفي کړې دي او دغه چوکاټ د بروکسل په غونډه کې د حاضرو استازو له هرکلي سره مخامخ شو.

هغوی همدارنګه په بریالۍ توګه د پیسو د نړیوال صندوق د څارنې د پروګرام او د افغانستان وروستۍ ژمنه او د مالي مرستې لپاره د پیسو نړیوال صندوق چې د هغه موخه اقتصادي ثبات او دولت جوړونې ته په ځيرنې سره رغنده اصلاحات،مالي اصلاحات له فساد سره د مبارزې لارې وې،هم وستایلې.

په اعلامیه کې راغلي دي:«موږ د افغان حکومت د کورني عوایدو د زیاتوالي په برخه کې له پرمختګ څخه او د مالي مدیریت تطبیق چې د اقتصادي ودې لامل کېږي او په اوږمهال کې د ځان بسیانې لپاره یو له بنسټیزو کلیو څخه بلل کېږي، هر کلی کوو.»

د دې سربېره،په دغې اعلامیه کې ذکر شوي دي:«موږ د اصلاحاتو د راستو او باثباته اقتصاد ته د رسېد لپاره د ملي یووالي حکومت له ژمنې څخه ستاینه کوو.»

همدارنګه په دغې اعلامیه کې یادونه شوې ده چې با اعتباره،رڼې او د ټولو په ګډون ټاکنې کولای شي چې د سیاسي ټیکاو لامل شي او په افغانستان کې ډموکراسي پیاوړې کړي.

په اعلامیه کې راغلي دي چې د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره لومړني ګامونه پورته شوي او ملي یووالی حکومت ژمنه کړې چې په ۲۰۱۷ کال کې به بنسټیز او اړین ګامونه پورته کړي ترڅو د ټاکنو او ټاکنیزو بنسټيزو اعتبار او اعتماد زیات کړي.
په دغې اعلامیه کې د افغانستان همکارانو ویلي دي:«د اساسي قانون په رڼا کې د یوه ډموکراټيک او همه شمول حکومت لرل زموږ د همکاریو د دوام لپاره یو له اړتیاو څخه ده.»

په اعلامیه کې یادونه شوې ده چې نړیواله ټولنه چې د عدلي او قضايي مرکز او د قانون د حاکمیت د عالي شورا له جوړېدو څخه هرکلی کوي او تمه لري چې دغه بنسټونه په اغېزناکه توګه کار وکړي.

د دې سربېرې په اعلامیه کې ټینګار شوی چې افغان حکومت مکلف دی چې د دندیزو فرصتونو په رامنځته کولو سره بې وزلي او همدارنګه د ماشومانو د ناسمه تغذیه،د خوړو د امنیت نشتون،د روغتیا ساتنې کمزرتیا او د نښتو له امله بې وزلۍ ته رسېدنه وکړي.

په اعلامیه کې راغلي دي:«دغو ستونزو ته د رسېدنې لپاره اړتیا ده چې ځانګړي اقدامات ونیول شي او په بېلابېلو سکټورونو کې له که د کرنې،بیخ بنسټونو،د ښاري او کلیوالي پراخیتا کې اصلاحات رامنځته شي له څرنګه چې د ملي لومړیتوب په پروګرام کې راغلي دی.»

همدارنګه په اعلامیه کې ذکر شوي:«موږ د قانون پر واکمنۍ او پر قضايي اصلاحاتو ټینګار کوو ترڅو د نظام مشروعیت پیاوړی شي او له بلخوا د قاضیانو،څارنوالانو او مدافع وکیلانو امنیت او خوندیتوب تأمین شي.»

له دغو ټولو څخه مهم حکومت باید ډاډمن شي چې ټول افغانان یوه رسمي او عادلانه رسمي قضايي سیستم ته لاسرسۍ لري او عدالت د ټولو لپاره تأمین ېږي.او د عامه نظم،څارنوالۍ،د قضايي سیستم ساتل او د حقوقي خدماتو وړاندې کول د اصلي کړونو له ډلې څخه دي چې افغان حکومت یې باید ترسره کړي. او همدارنګه د افغانستان په اساسي قانون او بشري حقونو کې د یادو شویو حقونو تطبیق او ساتل له اصلي اړتیاو څخه دي.

هغوی همدارنګه ټينګار وکړ د مېرمنو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي،د جبري ودونو،د نامناسب چلند په وړاندې مبارزه او د تبعیض د له منځه وړلو په ګډون د ماشومانو او د مېرمنو د حقونو په برخه کې ډېره پاملرنه وشي.
په اعلامیه کې راغلي دي چې د نړیوالې ټولنې همکاري د سولې چوکاټ تطبیق او ملي پراختیا ته اړتیا لري.

لکه څرنګه چې په ۲۰۱۲ کالکې د توکیو په اعلامیه کې ویل شوي وو او په ۲۰۱۴ کال کې د لندن په غونډه کې د افغانستان په اړه بیا ژمنه وشوه،نړیواله ټولنه له افغانستان سره د تحول لسیزې په لړ کې مالي مرسته کوي ترڅو د دغه هېواد اقتصادي او پراختیايي لومړیتوبونه وده وکړي،خو دغه مرستې د وخت په تېرېدو سره کموالی مومي او افغان حکومت هم د خپلې ژمنې پر بنسټ مکلف دی چې نړیوالۍ ټولنې ته حساب ورکړي.

«موږ له هغو پراختیايي مرستو څخه چې د کلونو په اوږدو کې شوي دي ستاینه کوو او همدارنګه دغو مرستو ته دوام ورکوو.»

«زموږ نوې همکارۍ به د حساب ورکونې او دوه اړخیزو ژمنو پر مټ استوار وي.د افغانستان تمویل کوونکو ژمنه کړې چې له دغه هېواد سره مرسته کوي ترڅو هغه لاسته راوړنې چې د ۲۰۰۲ څخه راپه دې خوا لري پیاوړې کړي او همدارنګه یې ژمنه وکړه چې د سولې او ملي پراختیا په ملي چوکاټ کې د ځای پر ځای شویو پروګرامونو څخه مالي ملاتړ کوي.»

نړیوالې ټولنې ویلي دي چې د افغان حکومت د لاسته راوړنو د پیاوړیتا لپاره چې تراوسه د توکیو په غونډه کې د تمویل کوونکو له خوا ترسره کېده او د دغه هېواد د ملي بودیجې له خوا لګول شوې، غواړي چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

«موږ پوهېږو چې افغانان په خپله خپل هېواد اداره کړي.دغې موخې ته د رسېدو لپاره،د نړیوالو د ګډو ژمنو په روښنايي کې د ګډو پروګرامونو په رامنځته کېدو سره د اغېزمنو پراختیايي همکاریو لپاره،د هغوی توانمني لوړه کړو.»

«د دوه اړخیزو هوکړو سربېره د سمونو پر پلي کېدو هوکړه شوې او په ځانګړې توګه د عامه مالي مدیریت د تګلارې په عملي کېدو،موږ همدارنګه داسې لارې پلټو ترڅو د دولت بودیچې په پام کې نیولو سره وتوانېږو مالي مرستې برابرې کړو. د دولت جوړونکو تړونونو په ګډون او د افغانستان د دولت د ملي لومړیتونو پروګرام د ملاتړ لپاره د پروګرامونو پراخیتا او د افغانستان د بیارغونې صندوق(ARTF) له لارې ملاتړ کوو.د بودیجې په برخه کې،له افغان حکومت څخه زموږ ملاتړ دوام لريي خو دغه مرستې حساب ورکونې پورې مشروطې دي.»

په اعلامیه کې راغلي دي:«موږ له ټولو مالي مرستو او پراختیايي پروژو څخه د افغانستان نړیوالو دوستانو د دغه هېواد د ملي لومړیتوبونو د پراخیتا لپاره مرسته کوي،ملاتړ یې کوو.»

په اعلامیه کې ویل شوي دي چې نړیوالۍ ټولنې ژمنه کړې ترڅو ۱۵ اعشاریه ۲ مېلیارد ډالره له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۰ پورې د دغه هېواد د ملي پراخیتايي لومړیتوبونو د ملاتړ لپاره له افغانستان سره مرسته کوي.

په اعلامیه کې ویل شوي :«موږ له دوه اړخیزو مرستو څخه په ځانګړې توګه د افغانستان د نویو مرسته کوونکو له ونډې څخه ستاینه کوو.»

هغوی همدارنګه وویل چې نړیواله ټولنه او رسنۍ د افغانستان په پراختیا کې خپله ونډه لري.

افغانستان باید د کانونو د را ایستو له لارې د دغه هېواد د پراخیتا او اقتصادي ودې لپاره ګټه واخلي.افغان حکومت ژمنه کړې چې کانونه په رڼه توګه به استخراج کړي او د کانونو راایستل یې د سولې او ملي پراختیايي په پلان کې ځای پر خای کړي او موږ ډاډ لرو چې په خپله ژمنه عمل کوي.

افغان حکومت ژمنه کړې چې په ناقانونه توګه د کانونو د راایستو مخنیوی کوي او کانونه به په رڼه توګه استخراج کوي ترڅو د افغانستان ټول خلک د خپلو طبیعي زېرمو څخه برخمن شي.
سوله،امنیت او سیمه‎ييزه همکاري

د سولې،امنیت او سیمه‎ييزوهمکاریو په برخه کې،د افغانستان نړیوالو همکارانو اعتراف کړی‎چې د یوه با امنه او باثباته پرمختللي افغانستان لرل د سیمې د سولې او ټيکاو لپاره حیاتی دی.

هغوی ویلي دي چې په افغانستان کې د دولت جوړونې په وړاندې امنیت او پراخیتا دوه ننګونې دي،او له دغو ستونزو سره د مبارزې لپاره،په سیمه کې د واقعي سیاسي ملاتړ ته اړتیا ده.

د بروکسل د غونډې ګډه لاسلیک شوې اعلامیه

د بروکسل په غونډه کې ګډونکوونکو هېوادونو او بنسټونو د چهارشنبې پر شپه ګډه لاسلیک شوې اعلامیه خپره

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه