Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اجراییه رییس: له زیانمن شویو سوداګرو سره مرسته زموږ مسؤلیت دی

وړمه ورځ (جمعه، د لړم یوولسمه) د کابل ښار په نارد پښتون جاده کې د اور لګېدنې له امله پنځه مارکېټونه سوځېدلي دي او میلیاردونه افغانۍ زیان اوښتی دی. 

اور په خیرخوا مارکېټ کې ولګید چې د اتفاق مارکېټ په ګډون يې څلورو نورو مارکېټونو ته خوله وغځوله، چې ډېری پلورنځي پکې د برېښنايي وسائلو، کمپیوټرونو او موبایلونو موجود و.

اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د پېښې له ځای څخه په لیدنه کې ژمنه وکړه، چې له زیانمن شویو سوداګرو سره مرسته يې د مسؤلیتونو یوه برخه ده. 

هغه وویل: «دا یوازې د دوی نه، دا د ټول هېواد تاوان دی او موږ د دولت په حیث د دوی د زیان په جبران کې چې څومره مو وس وي، مرسته وکړو.»

له اجراییه ریاسته رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې هم راغلي، چې د دې اورلګېدنې اړوند دوه کمیسیونونه ټاکل شوي دي. 

خبرپاڼه زیاتوي اجراییه رییس عبدالله عبدالله نن (یکشنبه، د لړم دیارلسمه) په همدې مناسبت فوق العاده ناسته وکړه، چې پکې د کابل ښاروالۍ سرپرست شعیب رحیم هم برخه لرله.

ښاغلي رحیم ویلي، دوی دوه کمیسیونونه ټاکلي، چې یو به د اورلګېدنې عوامل څېړې او بل به د زیانمن شویو سوداګرو د زیان او په دې مارکېټ کې دقیقه پانګونه معلوموي.

د دې تر څنګ په دې مارکېټ کې پانګه کوونکي سوداګر وايي چې ټول ټال نهه میلیارده افغانۍ زیان ور اوښتی دی. 

د محمد اصف په نوم یو تن هټۍ‌وال وايي دلته يې ۱۵۰ زره ډالر پانګونه کړې وه، خو اوس يوازې خاورې اېرې ور پاتې دي. 

هغه د امنیتي سرچینو هغه څرګندونې هم ناسمې وبللې، چې ګواکې خلکو ۲۰-۱۵ سلنه پانګه له لاسه ورکړې.

دې دوکاندار طلوع‌نیوز ته وویل: «دوه کاله کېږي، چې اتفاق مارکېټ کې یم، په خدای که مې د دوکان کلي را ایستلی شوای، خو امنیتي کارکوونکي تلویزونونو کې وايي چې د خلکو ۲۰-۱۵ سلنه مواد سوځېدلي، تاسې يې پخپله وینئ، دا اوس ایستل شوي، یو څو کارتنه که چا ایستلي و، هغه هم د باندې چور شوي.»

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، چې دوی هم د امنیتی ځواکونو له اړخه د مرستندویه او د حکومت د استازیو تر منځ یوه ګډه کمېټه جوړه کړې چې پېښه وڅېړي او اوښتی زیان په ډاګه کړي. 

د عبدالفاروق په نوو بو بل تن چې د اتفاق مارکېټ مشر دی، وايي له دې ځایه ټول هېواد برېښنايي وسایل لېږل کېدل او د هېواد پر اقتصاد يې بد اغېز کړی دی. 

هغه زیاته کړه تر نهه میلیارده افغانۍ هم ډېر زیان اوښتی دی: «د ټول هېواد اقتصاد ته یوه لویه صدمه ده، په دې پنځو سوداګري مارکېټونو کې چې عمده فروشۍ وې، ټولو ولایتونو مالونه لېږل کېدل، تر نهه میلیارده ډېر زیان اوښتی دی.»

عبدالفاروق وویل، دوی په مالیاتي برخه کې هیڅ سرغړونه نه ده کړې، نو حکومت هم باید ورته جدي پام وکړي او غږ يې واوري.

دغه پېښه چې ویل کېږي ټول ټال پکې پنځه مارکېټونه د اور خوراک شوي، په اړه يې زیانمن شوي کسان وايي، چې د اطفايې د بې غورۍ له امله له یو مارکېټ نه اور نورو ته هم خوله واچوله.
 
شریک یي کړئ