Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان د سوداګرۍ لیست کې د تېر کال په پرتله پر مخ شوی

نړیوال بانک وايي د کال په سوداګریز لیست کې افغانستان توانېدلی چې د تېر کال په پرتله تر ۱۶ هېوادونو وړاندې شي. 

په افغانستان کې د نړیوال بانک مشر شوبهام چودري وايي دې هېواد په کاري برخه کې لاسته راوړنې زیات کار ته اړتیا لري چې باید دوامداره شي.

چودري زیاته کړه: «افغانستان په دې برخه کې ډېر څه کړي دي، چې له خلکو سره د کار او کسب په لار کې مرسته وکړي، خو لا هم اوږده لار پاتې ده، هغه بدلونونه چې راغلي باید دوامدار وي، ځکه نو زیات کار ته هم اړتیا ده، چې اوسنۍ لاسته راوړنې مدیریت کړای شي.»

نړیوال بانک هر کال د سوداګرۍ لیست د نړۍ د ۱۹۲ هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د لسو برخو په ارزولو او په دې هېوادونو کې د سوداګرۍ د اسانتیاوو د برابرولو له امله درجه بندي کوي. 

 تېر کال افغانستان د نړیوال بانک د سوداګرۍ د لیست له مخې په نړۍ کې ۱۸۳م ځای درلود، د سږ کال لیست کې ۱۶۷م ځای ته رسېدلی دی. 

په مالي او بانکي برخه کې د ولسمشر سلاکار اجمل احمدي هغه دلایل یادوي چې له امله يې افغانستان تر ۱۶ هېوادونو وړاندې راغلی دی، هغه وویل: «افغانستان په پنځو برخو کې د سوداګرۍ پیلوونکو، پورنو ته د لاس‌رسي، د پانګه‌والو خوندیتوب او ډيوالي شویو مالیه ورکوونکو سره مراعت له کبله دومره مخکې راغلی دی.»

احمدي وړاندې زیاته کړه: «اوس [افغانستان] د نړۍ هغو لسو هېوادونو کې شامل شوی دی، چې د سوداګرۍ د ودې لپاره يې تر ټولو غوره اصلاحات راوستي دي.»

د ماليې وزارت د عوایدو رییس عبدالحبیب ځدراڼ وايي، د نړیوال بانک په لیست کې د افغانستان د پرمختګ دلیل دا هم دی چې دوی یوازې عوایدو ته پام نه دی کړی. 

ځدراڼ طلوع‌نیوز ته وویل: «د تېر یو نیم کال په اوږدو کې زموږ پام یوازې دې ته نه و، چې عواید لوړ کړو، دې ته مو هم پام و، چې مالیه ورکوونکو ته خدمات، خصوصي سکتورونو ته زمینه ډېره کړو.»

ځدراڼ د نړیوال بانک د لیست د معیارونو له ډلې یو څو یادوې او وايي: «یو يې هم د مالیو ورکول دي، چې په تېر کال کې د خدای په فضل موږ دا پروسه اسانه کړې  هم ده او په برېښنايي کولو کې مو يې هم هڅه کړې ده.»

دا په داسې حال کې دی چې د ملي یووالي حکومت له پیله د نا امنیو له وېرې دا اندېښنه پیاوړې شوه، چې دلته به بهرني نه؛ بلکې کورنوي پانګوال هم پانګونې ته زړه ښه نه کړي. 

په ورته وخت کې د سوداګرۍ او صنایعو د نړیوالې خونې د پلاوي مشر عبدالقدیر بهمن وايي، دا لیست په افغانستان کې د پانګونې لپاره د باورونه غښتلي کولی شي. 

شریک یي کړئ