Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان سږ کال د ۴۷ میلیون ډالرو په ارزښت انځر صادر کړي دي

د هېواد د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي سږ کال هېواد کې ۲۵زره ټنه انځر تولید شوي چې ډېری برخه کې له هېواده بهر صادر شوي دي.

د کرنې وزارت د شمېرو له مخې سږ کال هند، عربي متحده اماراتو، اروپا او کاناډا ته د ۴۷ میلیونو ډالرو په ارزښت انځر صادر شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دبۍ کې د کرنیزو توکو نړیوالو نندارتون کې افغانستان د لسو میلیونو په ارزښت د انځرو د پلور هوکړه لاسلیک کړې ده.

د ګرنې وزارت ویاند، اکر رستمي وايي دغه نندارتون کې د افغانستان د زعفرانو ترڅنګ انځرو هم ډېر لیدونکي درلودل.

د سلواغې ماشتې په ۲۸مه نېټه دوبۍ کې کرنیزو توکو پنځه ورځنۍ نندارتون جوړ شوی وو. په دې نندارتون کې د زعفرانو ترڅنګ لبنیات او وچې مېوې په ۲۸ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي وو.

د کرنې وزارت په وینا ۲۳ نور افغاني شرکتونه هم د نندارتون لیدو ته راغلي وو. د دبۍ په نندارتون کې له ۱۲۰ هېوادونو پانګه والو ګډون کړی وو.

هېواد کې د تولید شویو انځرو کابو اته زره ټنه یې له هېواده بهر صادر شوي او پاتې نور یې د هېواد په کورنیو بازارونو کې پلورل شوي دي.

کندهار یو له هغو ولایتونو دی چې د انځرو روزنې لپاره مناسب چاپېریال لري. د شمېر له مخې سږ کال په یاد ولایت کې کابو لس زره ټنه انځر تولید شوي دي. همداراز فراه او بلخ هم هغه ولایتونه دي چې په کې انځر تولیدیږي.

د کرنې وزارت د شمېرو له مخې، هند، عربي متحده اماراتو، اروپا او کاناډا ته د ۴۷ میلیونو ډالرو په ارزښت انځر صادر شوي دي

شریک یي کړئ