Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان هوايي چلند بهیر سره د ترکي بل شرکت یوځای کېدل

د هوايي چلند خپلواکه اداره وايي چې د اقتصادي عالي شورا د ترکي «اتلس ګلوبل» هوايي شرکت الوتنې افغانستان ته پیل کړې دي.

د دې ادارې ویاند وايي چې «اتلس ګلوبل» په نړیواله کچه اعتبار لرونکی شرکت دی او د افغانستان هوايي چلند بازار ته به یې د ننه کېدل ډېرې ګټې په ځانګړې توګه مسافرو ته د لګښتونو په کمښت کې ولري.

د هوايي چلند خپلواکه ادارې ویاند، قاسم رحیمي وايي:«دا غوښتنه وڅېړل شوه او په پای کې د افغانستا دولت اقتصادي عالي شورا منظور کړه. د ګلوبل اتلس شرکت د افغانستان هوايي چلند ادارې څخه په اوونۍ کې د څلورو الوتنو غوښتنه کړې ده، خو په ټوله کې د ترکیې او افغانستان ترمنځ ۲۸ الوتنې په پام کې نیول شوي دي.»

یاده اداره وايي چې «ترکیش ایرلاینس» او «اتلس ګلوبل» شرکتونه افغانستان ته الوتنې لري او دا به لامل شي چې سره رقابت وکړي او خدمتونه هم ښه شي.

له بلې خوا د اقتصادي چارو کارپوهان وايي چې حکومت باید د کورنیو شرکتونو د بهرنیو شرکتونو پر وړاندې ملاتړ وکړي او پرېنږدي چې دا شرکتونه له ماتې سره مخامخ شي.

دقتصادي کارپوه، محمدعلي مشعل څرګندوي:«دا پیغام دوه خبره لري، مثبت خبر چې افغانستان یو بهرنی شرکت د بهرنۍ پانګونې په توګه وګماري او بل خبر دا چې، افغانستان نه دی توانېدلي تر څو کورنیو شرکتونو ملاتړ وکړي او لامل یې دا شو چې له ماتې سره مخامخ شي.»

اتلس ګلوبل د ترکیې لوی هوايي شرکت دی چې په ۲۰۰۱زیږدیز کال کې رامنځته او اوس‎مهال د نړۍ ۳۶ هېوادونو ته الوتنې لري.

وروسته له «ترکیش ایرلاینس» څخه د ترکیې بل لوی هوايی شرکت هم د افغانستان هوايي چلند بازار سره یوځای شو

شریک یي کړئ