Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې اسلامي بانکوالۍ سره دمرستې لپاره داندونیزیا لېوالتیا

د اسلامي بانکولۍ پراختیا سره هم مهاله کابل کې داندونیزیا سفارت چارواکي وايي، اندونیزیا په اسلامي بانکولي کې د ښو تجربو له کبله لیواله ده چې له افغانستان سره تخنیکي مرستې وکړي.

کابل کې د اندونیزیا د سفیر مرستیال د طلوع نیوز سره په ځانګړو خبرو کې وویل، دغه هیواد هڅه کوي د اندونیزا له بانکونو سره د افغانستان د بانکونو اړیکوته پراختیا ورکړي.

کابل  کې د اندونیزیا د سفیر مرستیال، سام آریادي وايي:«موږ کولای شو په دې برخه کې همکاري وکړو او د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې موږ به د افغانستان بانکونه د ااندونیزیا له اسلامي بانکونو سره د نښلولو زمینه برابره کړو او حتا د افغانستان بانکونو مسوولین کولای شي اندونیزیاته ولاړ شي او د بانکونو له مسوولینو سره خبرې وکړي.»

د چارو یوشمېر کارپوهان له افغان حکومت نه غواړی چې په افغانستان کې داسلامي بانکداری د ترویج لپاره د له اندونیزیا سره د ګډو بانکونو د جوړولو زمینه برابره کړي.

دا کار پوهان وايي، په اسلامي بانک‎ولۍ کې د اندونیزیا او مالیزیا وړتیاو ته په کتو سره دغه هېوادونه په افغانستان کې د اسلامي بانکولۍ په پراختیا کې مهم بولي.

د کابل پوهنتون داقتصاد پوهنځي استاد، سید مسعود څرګندوي:«که د ملي یووالي حکومت افغانستان کې اسلامي بانکولي دود کړي او په ډې برخه کې له اندونیزیا سره ګډه پانګونه وکړي، دا کار کولی شي چې هېواد کې د بانکولۍ سیستم ښه کړي.»

بلخوا د اقتصادي چارو یو شمېر کار پوهان وايي، د معیاري خدمتونو پراختیا سره په هیواد کې اسلامي بانکدارۍ ته به ډيری پانګه وال په بیلا بیلو برخوکې پانګونې ته حاضرشي.

دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي اوس مهال اسلامي بانکولي په ډېری هېوادونو کې د پراختیا په حال کې ده.

په کابل کې د اندونیزیا سفارت وایي چې په افغانستان کې د اسلامي بانکدارۍ دودولو لپاره، چمتو دي چې په دغه برخه کې خپلې تجربې له افغان حکومت سره شریک کړي

شریک یي کړئ