Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایران افغانستان او پاکستان ته د برېښنا ليږد په هڅه کې

د چین نړیوال ټلویزیون تېره ورځ(یک‎شنبې د وري۱۹مه) خبر ورکړی چې ایران هڅه کوي ترڅو افغانستان او پاکستان ته د بریښنا د صادراتو کچه زیاته کړي.

ایراني چارواکو ویلي دي چې افغانستان او پاکستان زیاتې بریښنا ته اړتیا لري.

د ایران د برېښنا ویش او لیږد شرکت اجرائي مرستیال، داوود منظور د چین یاد ټلویزیون ته ویلي دي:«دې واقعیت ته په کتو چې ګاونډي هېوادونه په ځانګړې توګه افغانستان او پاکستان ډېرې برېښنا ته اړتیا لري، نو اړینه ده چې د برېښنا لېږد او نښلولو په موخه ګامونه پورته او دې هېوادونو ته برېښنا صادره شي.»

ددې چارواکو په خبره، دمګړی ایران په هر ساعت کې ۱۹۰ میګاواټه بریښنا هرات او فراه ولایتونو ته صادروي .

د چین د نړیوال ټلویزیون ویلي دي، ایران غواړي چې د بریښنا د صادراتو په برخه کې په یوه لوی صادروونکي هېواد بدل شي 

شریک یي کړئ