د امریکا د پراختیا نړیوال بنسټ چارواکي وايي چې دغه بنسټ په افغانستان کې هغه تشبثات چې مشري یې د ښځو له خوا کېږي، مالي او مسلکي ملاتړ یې کوي.
د سوداګرو مېرمنو په ملی غونډه کې چې د اقتصاد په برخه کې د مېرمنو د پروګرام په نوښت جوه شوې ده، د مېرمنو د لسګونه تولیدي شرکتونو استازي، حکومتي چارواکي او د پرومټ پروګرام استازي د سوداګرو مېرمنو پر وړاندې د شته ستونزو د هواري لپاره خپلې حل لارې سره شریکوي.
په دې غونډه کې د سوداګرو مېرمنو لپاره د پېسو په برخه کې نیمګړتیاوې، له سوداګرو مېرمنو د لازم ملاتړ نشتوالی او د ښځو د محصولاتو لپاره د بازار موندنې په برخه کې د ستونزو په ګډون د دغو مېرمنو پر وړاندې پرتې ننګونې په ګوته شوې.
د پروموټ پروګرامونو یوه مسووله فریبا اکبریار وايي:«موږ د خپلو نویو کسبونو د ځای پر ځای کولو لپاره لکه لاسي صنایع او هوټل والۍ د پوهنتونو د درسي پروګرامونو لپاره وړاندیز کوو چې په دې برخو کې هم نجونو ته لازمه زده کړه ورکول کېږي ترڅو د بازار ستونزه حل شي.»
د حکومت اجرایه رییس وايي چې په هېواد کې د سوداګرو مېرمنو د ستونزو د هواري لپاره به حکومتي ادارې لاس په کار شي.
عبدالله عبدالله وویل:«موږ ستاسو وړاندیزونه ارزوو او دا وړاندیزونه به د وزیرانو په شورا کې وڅېړل شي.»
اخوا یو شمېر مېرمنې چې د اقتصاد په برخه کې د مېرمنو د پروګرام په اډانه کې له مالی او تخینکي مرستو برخمنې شوي دي، د دغه پروګرام عملی کېدل په هېواد کې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره مهم بولي.
په هرات کې د جامو ګنډلو د یوه شرکت مسووله فرزانه میرزايي څرګندوي:«موږ ډېر شیان زده کړل او د ځینو مهمو پروژو له ترسراوي وروسته، وتوانېدو چې خپل کار او بار ته ځلا ورکړو.»
په هېواد کې د سوداګرو مېرمنو پر وړاندې د شته ستونزو په ګوته کول او د دغو ستونزو حل لارې به د وړاندیزونو د یوې ټولګې په توګه افغان حکومت ته وسپارل شي.
د پروموټ پروګرام چارواکي وايي چې د دغو ستونزو په هوراي سره به په هېواد کې مرمنې په تولیدي او سوداګریزه برخه کې د پام وړ وده وکړي .