Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د حیرتان بندر تړل کېدو سوداګرو ته مېلیونونه ډالره زیان رسولی

د ملي جنبش پلویانو د نظام الدین قیصاري د نیول کېدو په غبرګون کې د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۲۸ مه) د بلخ ولایت د حیرتان بندر لاره وتړله.

په بلخ کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي چې د حیرتان بندر د لارې له تړل کېدو سره په لسګونه باروړونکي موټر چې له خوراکي، نفتي او نورو توکو ډک دي د حیرتان په دوه لارې کې درول شوي دي.

د بلخ د سوداګرۍ خونې رییس آرش یونسي وایي، د حیرتان بندر د لارې د تړل کېدو له کبله سوداګرو ته  په ورځ کې د یو مېلیون ډالرو په ارزښت تاوان رسېږي.

ښاغلی یونسي له حکومته غواړي چې ژر تر ژره دې دغه لاره پرانېزي.

د بلخ د سوداګرۍ خونې رییس آرش یونسي زیاته کړه:«د ورځې تر یو مېلیون ډالر زموږ سوداګر زیان ویني، که‎چېرې دا وضعیت دوام پیدا کړي، وضعیت به ډېر اندېښمنونکی شي. له حکومت او اعتراض کوونکو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې اجازه ورکړي دغه اکمالاتي لاره پرانیستل شي.»

حیرتان د هېواد په شمال کې د ازبکستان په پوله لوی سوداګریز بندر دی، چې له منځنۍ آسیا، اروپا او چین څخه د همدې بندر له لارې سوداګریز توکي هېواد ته واردېږي.

له دې سره جوخت سوداګر او موټرچلونکي وايي د دغې لارې تړل کېدو دوی ته ډېر زیانونه رسولي او حکومت باید حیرتان بندر پرانیزي.

په دې لړ کې د جنبش ګوند پلویان وايي تر هغه چې د نظام الدین قیصاري د خوشي کېدو او هېواد ته د جنرال دوستم د راستنېدو په اړه د دوی غوښتنې ونه منل شي دا لاره به خلاصه نه‎کړي.

په بلخ کې د ملي جنبش د ځوانانو مسوول عبدالصبور څرګنده کړه:«که‎چېرې حکومت او نړیواله ټولنه زموږ غوښتنو ته مثبت ځواب را نه کړي دا لاره به همدارنګه تړلې پاتې وي او که‎چېرې اړتیا شي د کابل په لور ځو او د ارګ دروازه تړو.»

د جنبش ګوند پلویانو له اوولسو ورځو راهیسې په یو شمېر شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې لاریونونه پيل کړي دي، دوی په ځینو دغو ولایتونو کې د څو دولتي ادارو دروازې هم تړلې دي

شریک یي کړئ