د شپږو کلونو په تېرېدو سره لا هم د افغانستان هوایي شرکتونه د اروپا خدمتونو محدودیت نوملړ کې دي او له همدې کبله د افغانستان هوايي شرکتونه نشي کولی په مستقیم ډول اروپا ته الوتنې وکړي.
که څه هم اوس مهال دوه کورني هوايي شرکتونه په کمو امکاناتو هېواد کې فعالیت لري، خو د دغو شرکتونو د مسوولینو په وینا په ډیری مواردو کې د سیمې د هغو لویو هوايي شرکتونو له ناسالم رقابت سره مخامخ دي چې افغانستان ته تګ راتګ لري. اوس مهال د افغانستان د هوايي چلند اداره هڅه کوي چې افغانستان د اروپا د هوايي چلن د خدمتونو د محدودیتونو له نوملړه وباسي.
د هوايي چلند خپلواکې ادارې رئیس، محمدشاه حبیبي وايي:«موږ کابو کارونه وروستي کړي دي او اوس باید چې هوايي شرکتونه ځانونه چمتو کړي، دوه میاشتې مخکې چې زه اروپا ته ولاړم اروپايي هېوادونه قانع شول چې له دې نوملړ څخه ووځو.»
که څه هم چې د هېواد هوايي چلند اداره د اروپا د خدمتونو محدودیت نوملړ څخه د ویستل کېدو خبر ورکوي، خو د هوايي چلن د یو شمیر خصوصي شرکتونو مسوولین وايي چې اوسمهال د یو شمېر بهرنیو شرکتونو ناسالم رقابت د کورنیو شرکتونو پر وړندې ستونزه ده.
دوی وايي اوس مهال هېواد کې هوايي شرکتونه اروپا ته د الوتنو چمتووالی نیسي.
د هوايي چلند د یو شمېر خصوصي شرکتونو مسوولین که څه هم د اروپا د هوايي چلند د محدودیتونو له نوملړه د افغانستان وتل د هېواد په ګټه بولي خو د هوايي چلن په برخه کې د حکومت ناسمې کړنلارې او د هېواد په بازارونو کې د نړۍ د یو شمیر لویو هوايي شرکتونو ناسالم رقابت له زیانه ډک بولي.
د کاماېر شرکت د سوداګرۍ پراختیا مسؤول، رامین یورش وايي:«هغه ستونزه چې کورني هوايي شرکتونه ورسره مخامخ دي، د پرانیستي آسمان پالیسي بهرنیو شرکتونو لپاره ده چې پلې شوه.»
افغانستان څه باندې شپږ کاله وړاندې د هوايي چلند د خدمتونو د لازمو معیارونو د نشتوالي او د هېواد د هوايي چلند په نظام کې د بې نظمیو له امله د اروپا د هوايي چلند د خدمتونو د محدودیتونو په نوملړ کې شامل شو.
اوسمهال د افغانستان د هوایي شرکتونو الوتکو د ۲۷ اروپایي هېوادونو هوايي ډګرونو ته د الوتنې اجازه له لاسه ورکړه.