Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسیا پراختیايي بانک د برېښنا برخه کې ۷۰ مېلیون ډالره مرسته کوي

د اسیا پراختیایي بانک به د سرخان پلخمري د وارداتي برېښنا د پروژې د عملي کېدو لپاره ۷۰ مېلیون ډالره مرسته به وکړي.

د برېښنا شرکت وایي، په مجموعي ډول د افغانستان په خاوره کې د دغې پروژې پر عملي کېدو ۷۰ مېلیون ډالره لګښت راځي چې د اسیا پراختیایي بانک ژمنه کړې چې دغه لګښت به ورکوي.

ټاکل شوې ده چې دغه پروژه تر درېیو کلنو پورې عملي شي.

څلور میاشتې مخکې کله چې سُرخان ـــ پلخمري د برېښنا پروژې هوکړه لاسلیک شوه اوس‎مهال د برېښنا شرکت د دې پروژې په عملي کېدو کې د اسیا پراختیايي بانک د مالي مرستو د جلب خبر ورکوي.

د برېښنا شرکت د ویاند پر وینا د دغې پروژې د فني ارزونو او له ازبکستان څخه د پلاوي راتګ په اړه خبرې کوي.

د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي په دې اړه څرګنده کړه:«له سرخان تر پلخمري څخه ۵۰۰ کیلو ولټه مزی دی چې د اسیا پراختیايي بانک د ۷۰ مېلیون ډالرو شفاهي ژمه کړې ده.»

له ترکمنستان څخه د ۵۰۰ کیلو ولټه بریښنا مزي د لېږد ترڅنګ د سرخان ــ پلخمري د برېښنا پروژه له سترو پروژو ګڼل کېږي، چې ددغې پروژې په عملي کېدو سره د هېواد په لسو ولایتونوکې به د هېوادوالو د برېښنا ستونزې هوارې کړي.

برېښنا شرکت له دې مخکې ویلي وو چې ازبکستان ژمنه کړې د سرخان ــ پلخمري برېښنا پروژې په پلي کولو سره به دوی پر افغانستان باندې برېښنا په مناسبه بیه وپلوري.

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود په دې اړه څرګنده کړه:«فکر کوم چې د افغانستان، د افغانستان د باورمندۍ، د پانګونې د باورمندۍ د رامنځته کولو، او حتا د سیاسي باورمندۍ لپاره ډېر جالب ګام دی.»

د سرخان ــ پلخمري د برېښنا پروژې په چوکاټ کې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي سب سټيشن کار له دې مخکې پيل شوی وو.

د دې پروژې د عملي کولو هوکړه ازبکستان ته د ولسمشر د وروستي سفر پرمهال لاسلیک شوه.

شریک یي کړئ