Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اسیا پراختیايي بانک هېواد کې د برېښنا د تولید لپاره ارزونه کوي

د اسیا پرمختیايي بانک په افغانستان کې د انرژۍ سکټور کې د لویو پروژو پلي کولو لپاره شته فرصتونه ارزوي.

فلېپین کې د اسیا پرمختیایي بانک مرکزي دفتر کې د دغه بانک کارپوهان وايي افغانستان داسې هېواد دی چې د انرژۍ د تولید فرصتونه په کې خورا ډېر دي.

هغوی ویلي، د اسیا پراختیایي بانک د راتلونکي کال پروګرامونو کې به دې خبرې ته پام کوي.

د اسیا د پراختیایي بانک کارپوهان وايي، د دغه بانک په لوی پلان کې د اسیايي هېوادونو د اړتیا وړ برېښنا د برابرولو لپاره افغانستان هغه هېواد دی چې د پاکې انرژۍ د تولید لوی فرصتونه لري.

د اسیايي بانک کارپوهان دا هم وايي چې دوی هڅه کوي د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پروژې په ګوته او تمویل کړي.

د اسیا پراختیايي بانک اقتصادي کار پوه یونګ بېنګ ژوای څرګنده کړه:« اوس موږ د پاکې انرژۍ د لویو پروژو د عملي کولو لپاره افغانستان کې د ارزونې یوه کاري ډله ګمارلې ده. په دې کار سره موږ غواړو چې د پاکې انرژۍ او د تجدید وړ انرژۍ د  فرصتونو د پېژندنې او په دې برخه کې د پروژو د عملي کولو لپاره لاس په کار شو، ډېر ژر به  په افغانستان کې یو سفیر ولرو ترڅو د دغه هېواد له چارواکو او خلکو سره په دې اړه خبرې وکړي.»

 اخوا د اقتصادي چارو کارپوهان په هېواد کې د برېښنا د تولید لویو ظرفیتونو ته په پام سره له حکومته غواړي چې د برېښنا د لویو پروژو د تولید لپاره یوه روښانه تګلاره جوړه کړي.

 دوی وايي، اوس اړتیا ده چې افغانستان د اوبو د برېښنا؛ لمریزې برېښنا او بادي برېښنا له شته فرصتونو کار واخلي او په دې برخه کې له نړیوالو مرستو ګټه واخیستل شي.

د برېښنا د چارو کارپوه سعادت الله احمدزي وویل:«افغانستان د اوبیزې، لمریزې، او بادي برېښنا د تولید لوړ ظرفیت لري، خو تراوسه یوه کمه برخه یې کارول شوې، موږ اړتیا لرو چې دغه فرصوتونه په ګوته او په هېواد کې د برېښنا د تولید د سترو پروژو لپاره د حکومت او نړیوالې ټولنې له خوا بشپړه بودیجه برابره شي.»

د اسیا پراختیایي بانک وایي، د اسیايي هېوادونو د برېښنا د برابرولو لپاره هڅه کوي، هغه هېوادونه چې د برېښنا ډېره انرژي لري د سیمې له اړمنو هېوادونو سره ونښلوي او په دې برخه کې افغانستان د برېښنا د ټرانزیټ د لوی هېواد په توګه مهم رول لرلای شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه