Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان او هند له لارې نړیوالو بارازونو ته لار موندو هڅې

د افغانستان او هند سوداګر د دواړو هېوادونو له لارې نړیوالو بازارونو ته د ترانیزیتې اړیکو په پراختیا ټینګار کوي.

یوشمېر هندي سوداګر او پانګوال وایي چې د افغانستان او هند تر منځ د سوداګریزوو اړیکو پراختیا د دواړو هېوادونو تر منځ د راکړې ورکړې پر زیاتوالي سربیره د نړۍ بازارونو ته د دواړو هېوادونو له لارې د ټرانزیټي اړیکو د پراختیا لاره اواروي.

دوی وایي چې لېواله دي چې په افغانستان کې د پانګونو لپاره کار وکړي.

هندي سوداګر، مکش کمار ګوینګا وايي:«‎‎‎‎ښايي په راتلونکې کې زه له افغانستانه لیدنه وکړم او په دې برخه کې هڅه کوم چې په افغانستان کې یوه ښه سوداګري ولرم، ځکه دا کار د منځنۍ آسیا هېوادونو ته زموږ د لاسرسي لار اواروي.»

اخوا د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ او صنایعو ګډه خونه وايي چې د سیمې له هېوادونو سره به د افغانستان سوداګریزې او ټرانزیټي اړیکي په سیمه کې د سوداګرۍ په ګټه وي او دا خونه ددغو اړیکو د پراختیا هڅه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې ازبیکستان په دې وروستیو کې له هند نه غوښتي دي چې له منځنۍ آسیا په تیره بیا ازبیکستان سره د اړیکو د پراختیا په موخه باید دغه هېواد د افغانستان د شمال -لویدېځ کې د اوسپنې پر پټلۍ پانګونه وکړي.

ازبیکستان په دې وروستیو کې له هند نه غوښتي دي چې له منځنۍ آسیا په تیره بیا ازبیکستان سره د اړیکو د پراختیا په موخه باید دغه هېواد د افغانستان د شمال -لویدېځ د اوسپنې پر پټلۍ پانګونه وکړي

شریک یي کړئ