Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان د روغتیايي توکو لومړنۍ چوپه سومالیا ته ورسېده

په هېواد کې د روغتیايي توکو تولیدونکي شرکتونه، وايي چې د هغوی د روغتیايي صادراتي توکو لومړنۍ چوپه سومالیا ته ورسېده.

د دغو چارواکو په وینا، په دغې چوپه کې څه باندې دېرش ټنه په درې کانټینرو کې بارګیري شوي وو او د ایران او ترکیې له لارې افریقا ته صادر شوي دي.

پنځه ویشت ډوله روغتیایي محصولات چې د ناروغانو لپاره د بستر کټونه؛ د عملیاتو کټونه او د روغتونونو نور د اړتیا وړ توکي په کې شاملې دي؛ د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د «افغان فارما» د شرکت له لوري تولید شوی دی.

د دغه شرکت مسوولان وایي چې په لومړي پړاو کې دیرش ټنه روغتیایي محصولات صادر شوي دي او ټاکل شوې ده؛ دغه افریقایي هېواد ته نور محصولات هم صادر کړای شي.

د افغان فارما د روغتیایي وسایلو د تولید مسوول محمد امین جامي په دې اړه وویل:«موږ وتوانېدو چې د لومړي ځل لپاره درې کانټينر مال چې وزن یې نږدې دېرش ټنه کېږي، او پنځه ویشت قلمه محصولات وو، زموږ د پیل په تړون کې افریقا کې سومالیا هېواد ته صادر شول.»

د هرات د صنایعو او کانونو خونې مسوولان وایي چې د هرات په صنعتي ښارګوټې کې د روغتیایي توکو د تولید ظرفیتونه لوړ شوي دي.

د دوی په وینا اوس‎مهال په هرات کې د درملو او نورو روغتیايي توکو د تولید څلور فابریکې فعالې دي او په راتلوونکو میاشتو کې به شپږ نورې فابریکې هم پر کار پېل وکړي.

د هرات د صنایعو او کانونو خونې رییس حمیدالله خادم څرګنده کړه:«د درې کانټنرو په تعقیب چې مخکې اوستول شي چې یو کانټینر یې موخې ته رسېدلی او دوه نور یې په ترکیه کې د سومالیا په لور د بارګیرۍ په حال کې دي.»

د هرات په صنعتي ښارګوټي کې پر روغتیايي امکاناتو او تجهیزاتو سربېره؛ مرمر ډبرې؛ مالوچ؛ الومونیمي لوازم او انرژي لرونکي څښاک توکي تولیدېږي او ګاونډیو او ځينو لیرو پرتو هېوادونو ته صادرېږي. 

د روغتیايي توکو تولیدونکي شرکتونو چارواکې وايي په دغې چوپه کې څه باندې دېرش ټنه په درې کانټینرو کې بارګیري شوي وو او د ایران او ترکیې له لارې افریقا ته صادر شوي دي.

شریک یي کړئ