Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د انسان تښتونې غبرګون کې د صرافانو او سوداګرو د کاربندون اعتصاب

په  شهزاده  سرای کې د لاسي پلورونکي صراف د لور مهسا له وژل کېدو وروسته صرافانو او یو شمېر نورو سوداګرو کاري اعتصاب کړی دی.

دغه صرافان د انسان تښتوونکو له لوري د خپلو څو خپلوانو د وژلو او ربړولو کیسه کوي او وایي چې حکومت د دوی د امنیت په ټينګښت کې ناتوانه دی.

مرتضي احمدي د مهسا پلار  هغه نجلۍ چې څو ورځې وړاندې د انسان تښتوونکو له لوري وتښتول شوه داسې وايي:«هغه یې زندۍ کړه، ووژله، سر یې په پښو کې ننوېستلی و او په دستمال یې تړلې وه او په بوجۍ کې یې اچولې وه، له هغې وروسته یې پنجصد فامیلي ته یې یوړه او هلته یې په کثافاتو کې واچوله. کافر دا کار نه کوي دولت ته څه ووایم؟ ټوله نړۍ د دوی اعدام غواړي باید همدا نن اعدام شي.»

مهسا د انسان تښتوني د پېښو لومړنۍ کم عمره قرباني نه ده ... اوه کلن محمد عاصم دوه میاشتې وړاندې په کابل کې د انسان تښتوونکو له لوري ووژل شو.

د محمد عاصم پلار محمد اصف په دې اړه وویل:«زوی مې په کارتن کې پنځمې حوزې ته‎څېرمه اچولی و او ماته یې په ټلېفون کې پيغام وکړ چې زوی دې هلته دی ولاړ شه او وایې خله. د زوی ستون مې په رشمې سره زندۍ کړی و، موږ رشمه پرېکوله چې ساه یې واخیسته، ما وویل چې زوی مې ژوندی دیخ خو هغه ژوندی نه وو.»

توریالی د یوه بل صراف زوی دی چې په لیندۍ میاشت کې د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې لومړۍ وتښتول شو او تر یوې ماشتې وروسته یې د کابل په ده سبز کې مړی وموندل شو.

د توریالي پلار پیدا ګل په دې اړه وویل:«له ما نه یې پیسې واخیستې. کله یې چې پیسې واخیستې، له ما سره یې ژمنه وکړه چې مازدیګر ته دې زوی ازاده و. خو له بده مرغه هغه نور رانه غی. هغه ورځ تېره شوه او سبا ته په ټلېفون کې راته پيغام راغی چې زوی مو هلته خښ کړی دی.»

د صرافانو سراسري شورا حکومت د انسان تښتوونکو په مجازاتو کې په بې پروایۍ تورنوي.

د دې شورا غړي وایي چې ډېری انسان تښتوونکي د امنیتي ځواکونو له جامونه په ګټې اخیستنې سره خلک تښتي.

د صرافانو د سراسري شورا رییس قاضي میرافغان صافی وايي:«حاجي کریم یو بل له هغو صرافانو څخه دی چې له جاده میوند څخه وتښتول شو. تښتوونکو د ملي امنیت له ډاټسن موټر او د ځانګړو ځواکونو له جامو سره هغه وتښتوه؛ مخابره یې لره او د دولت امکانات هم ورسره وو. له انسان تښتوونکو سره دولتي امکانات له کومه شول؟»

د کورنیو چارو وزارت او لویه څارنوالي په دې تړاو داسې وایي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي:«د مهسا جانې دوسیه د لویې څارنوالۍ محترمې ادارې ته ورکړل شوې. د صرافانو او سوداګرو د امنیت ټينګښت په برخه کې او ټول هغه کسان چې د وسلې لرلو او د هغې لېږد ته اړتیا ولري، د کورنیو چارو وزارت نوي مشرتابه د وسلو د جواز د وېش بهیر اسانه کړی او پر شرایطو برابر کسان کولای شي کورنیو چارو وزارت ته له غوښتنلیک سره مراجعه وکړي.»

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي څرګندوي؛«لویه څارنوالي ډاډ ورکوي چې له ټولو پېښو په ځانګړې توګه له دې پېښې سره په جدي توګه، قانوني او عادلانه چلند به وشي.»

د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې له مخې په تېر یوه کال کې شاوخوا پنځه صرافان او یا هم د هغوی خپلوان د انسان تښتوونکو له لوري وژل شوي دي؛ دغه صرافان وايي چې دوه نور صرافان همدا اوس د انسان تښتوونکو په منګولو کې دي او د یوه صراف د زوی شپاړس کلن سید نظیم برخلیک چې دوه کاله وړاندې تښتول شو و تر اوسه څه څرک نه لګېږي.

شریک یي کړئ