Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اوبیزو سرچینو پر مدیریت د حکومتي چارواکو ټينګار

د حکومت اجراییه رییس وایي، که د هېواد اوبه مدیریت نه شي، د هېواد ځینو سیمو کې به د ژوند دوام ګران شي.

عبدالله عبدالله وایي، که څه هم د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو د مدیریت لپاره پروګرامونه جوړ کړي، خو اړتیا ده چې ټولې ادارې او خلک هم دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

هغه زیاته کړه:«که‎چېرې د ژوند په هره ورځ دا د دغه هېواد د بچیو د لوست او تربیې یوه برخه نه وي سبا د هېواد په ځينو برخو کې ژوند کول به ناشونې وي.»

بل لوري د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مدیریت کې د ښځو پر رول ټینګار کوي او وايي د رهبرۍ او د اوبو د مدیریت کچه کې د ښځو ونډه دې زیاته شي.

د اوبو او بریښنا وزارت دغه ناسته د اوبو د زیرمو په مدیریت کې د ښځو د رول د پياوړتیا په موخه د لارو چارو د برابرولو لپاره رابللې ده.

د اوبو او برېښنا وزیر وايي د هېواد د اوبو د زیرمو ډېره برخه په کورونو کې مصرفېږي او مېرمنې چې تر ډېره په کورنیو کې فعالیت لري کولای شي د اوبو په سپما کې ونډه واخلي.

نوموړی زیاتوي په دولتي او خصوصي ادارو کې هم باید د اوبو د مدیریت برخه مېرمنو ته وسپارل شي.

د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني وویل:«د اوبو او برېښنا او ټولو وزارتونو کې د اوبو د سرچینو په مدیریت او مشرتابه کې د ښځو ونډه او حضور چې دم‎ګړۍ هم د اوبو د لګښت د مدیریت په برخه کې کار کوي د پام وړ ونډه لري او ما موږ راضي یوو.»

له بلخوا اجراییه رییس په دغه ناسته کې د هېواد د اوبو زېرمو د وچېدو په اړه خبرداری ورکوي او پر هغه څه نیوکه کوي او د ده په وینا په بې رحمۍ سره د اوبو مصرف باید کم شي.

په دغه ناسته کې مېرمنې هغه لوری وبلل شوې چې د اوبو د زیرمو له محدودیتونو زیانمنې دي.

داسې زیانونه چې د اوبو او برېښنا د وزیر په وینا اوس‎مهال د غور او بادغیس ولایتونو مېرمنې ورسره مخامخ دي.

د اوبو او انرژۍ وزیر وايي په داسې حال کې چې د وګړو د شمېر زیاتوالی د اوبو پر زیرمو فشار راوړي او په نړۍ کې د اوبو د مصرف د څېړنو له مخې په هرو شلو کلونو کې دا شمېر دوه برابره کېږي، خو د اوبو زیرمې به محدودې پاتې شي.

د اوبو او انرژۍ د وزیر په قول له همدې امله د دغو سرچینو او پانګونو مدیریت باید په دې برخه کې په لومړیتوب کې وي.

د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مدیریت کې د ښځو پر رول ټینګار کوي او وايي د رهبرۍ او د اوبو د مدیریت کچه کې د ښځو ونډه دې زیاته شي.

شریک یي کړئ