پاکستاني رسنیو د دې هېواد د ترانسپورت وزیر، شیخ رشید احمد له قوله ليکلي دي چې ایران، افغانستان، ترکیه او روسیه به د پاکستان له لارې د اورګاډي پټلۍ سره ونښلول شي.
شیخ رشید احمد تېره ورځ(شنبې د کب په ۱۸مه نېټه) ویلي دي چې د ایران او ترکیې سره مو د اورګاډي پټلي پراختیا په برخه کې خبرې کړې دي تر څو یو شمېر هېوادونه له دې لارې مرکزي آسیا سره وصل شي.
د پاکستان د ترانسپورت وزیر ویلي دي:«ایران او ترکیې کلکه ژمنه کړې چې د پاکستان د اورګاډي پراختیا په برخه کې همکاري وکړي.»
ښاغلي احمد همداراز ایران ته د پاکستان د لومړي وزیر، عمران خان له سفره هم ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده چې لنډ وخت کې به ښایې د لومړي وزیر او د ایران ولسمشر، حسن روحاني ترمنځ یوه هوکړه هم وشي.