د کرنې وزارت د کلیو د پراختیا او د بزګرۍ د پرمختګ د پروګرام مسؤلین وايي هر کال شاوخوا یو میلیارد او ۷۰۰ میلیونه لیتره شیدې په هېواد کې د ننه تولېديږي.
د دوی په وینا تر ځانبسیانې پورې د رسېدو لپاره د اوو کلونو لپاره ۳۰۰ میلیونه ډالر پانګونې ته اړتیا ده.
دا پروګرام «کاردیف» نهه کاله وړاندې د کرنې وزارت په چوکاټ کې پیل شو، چې د شیدو د تولید ډېرښت او پروسس يې له اتو برخو یو مهمه هغه ده.
د دې پروګرام مسؤلین زیاتوي چې په کور د ننه د لبنیاتو ډېرښت د پام وړ بدولون کړی دی، په وینا يې همدا اوس نږدې ۶۰سلنه د اړتیا وړ لبنیات په کور دننه تولېدېږي.
د پروګرام رییس احمد شکېب سخي زاده وايي: «موږ په ۱۴ ولایتونو کې شاخوا ۵۹ کرنیزې پروژې عملي کړې دي، چې ډېرې بریالۍ پروژې وې.»
د کرنې وزارت هڅه کوي چې په دې برخه کې د پانګونې د جلب لپاره ګامونه اوچت کړي.
د دې وزارت د معلوماتو پر اساس په وروستیو لسو کلونو کې په خصوصي کرنیزه برخه کې شاوخوا درې میلیارده او ۴۰۰ میلیونه افانۍ پانګونه شوې ده.