Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سالنګ لویې لارې د بیارغونې کار پيل شو

د هېواد ټولګټو وزارت د سالنګ لویې لارې د بیا رغونې چارو پیلولو خبر ورکړ.

د یاد وزارت چارواکي وايي چې د ۳۰ کیلو متره سرک کار چې ټاکل شوې سږ کال ورغول د ۱۰ یې کار پیل شوی او د شلو نورو یې هم لنډ وخت کې پیلوي.

د ټولګټو چارو وزیر، یما یاري وايي چې د ژمي له رارسيدو مخکې به د سالنګ لویې لارې چارې بشپړه شي.

دی وړاندې وايي:‎«د سږ کال لپاره د ټولګټو چارو وزارت ژمن دی دېرش کلیومټره لاره د خنجان څخه تر سالنګه پورې او له اولنګ څخه تر سالنګ تونل پورې به لاره ترمیم شي.‎»

په همدې حال کې موتر چلوونکې د لارې خربوالي له کبله د حکومت پر کارکړنو نیوکوي او وايي چې له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوي دي.

یو موټرچلوونکی، زمری څرګندوي:‎‎«دلته خاورې اچوي او خلکو ته یې ښکاره کوي چې سرک جوړ شو، او یوه دوه میاشتې وروسته بیا خرابیږي.‎»

د سالنګ لارې د رغولو د چارو لګښت ۲۵۰ میلیونه اټکل شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د ټولګټو چارو وزارت چارواکي وايي چې د سالنګ لارې نوره شل کیلومتره برخه هم رغولو ته اړتیا لري.

د سالنګ لویې لارې د بیارغونې کار پيل شو

د سالنګ لار کې موټر چلوونکي وايي چې حکومت د لارې په رغولو کې پام نه دی کړی او اوس مهال دوی له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي

شریک یي کړئ