Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سیمې د دریو هېوادونو تر منځ د ګډې سوداګریزې کمېټې جوړېدل

بهرنۍ رسنۍ وايي، په پاکستان کې د ازبکستان سفیر د دې هېواد له چارواکو سره د افغانستان په ګډون د یوې ګډې سوداګریزې کمېټې د جوړېدو وړاندیز کړی دی. 

ازبکستان چې له پاکستان سره له تېرو نهو میاشتو راهیسې د ۹۵ میلیونه ډالرو پر ارزښت راکړه ورکړه کړې ده، تازه د سوداګریزې پراختیا نیت لري. 

د دې دوو هېوادونو تر منځ د مزارشریف - تورخم پر ریل پټلۍ هم بحث شوی دی، چې ګواکې د دواړو هېوادونو تر منځ به د ترانزیټ د پراختیا سبب شي. 

د نړیوالې سوداګرۍ خونې مسوولین وايي د افغانستان او پاکستان تر منځ په سوداګریزو اړیکو کې د ازبکستان را ګډېدل به د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزې ستونزې هوارې کړي. 

په افغانستان کې د نړیوالې سوداګریزې خونې مشر عبدالقدیر بهمن وویل: «ښه ګام دی، داسې چې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان تر منځ یو  درې اړخیز هوکړه لیک باندې کار وشي او لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.»

د اقتصادي کارپوهانو په وینا د پاکستان او ازبکستان پراخو سوداګریزو اړیکو ته په کتو افغانستان دلته مهم رول لوبولی شي، چې باید افغان دولت له دې فرصته ګټه واخلي. 

په اقتصادي مسائلو خبر حکیم الله صدیقي وايي: «موږ د ترانزیت ډېر حق لرو چې عواید مو ډېروي، د شرایطو په ښه کېدو سره کاري زمنیه هم برابرېږي.»

که څه هم د چابهار بندر له لارې له هند سره د افغانستان سوداګریزې راکړې ورکړې له پاکستان سره پر اړیکو اغېز کړی، خو لا هم اسلام اباد او کابل په سوداګریزه برخه کې یو بل ته مهمې اړتیاوې لري. 
 
شریک یي کړئ