Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د لاجورد لارې د غړو هېوادونو لپاره د کورنیو توکو نندارتون

ټاکل شوې چې د راتلوونکي کال په وري میاشت کې، د هېواد د سوداګرو یو کاروان د لاجورد غړو هېوادونو لپاره د کورنیو توکو نندارتونونه جوړ کړي.

په دغه کاروان کې چې «د لاجورد لارې کاروان» نومول شوی، څه باندې زر تنه سوداګر او د هېواد د صنایعو څښتن په کې حضور ولري.

د دغه پرورګرام بنسټ اېښودونکی وايي چې د لاجورد لارې په غړو هېوادونو کې د نندارتونونو د جوړولو لپاره د زمینې له برابرولو او په اذربایجان او ګرجستان کې د ویزو د حل لپاره، دا کاروان به حرکت وکړي.

کابو دوه میاشتې مخکې د لاجوردو لارې له پرانیستو سره جوخت د افغانستان د توکو لومړنۍ چوپه، د دغې لارې غړو هېوادونو ته واستول شوه.

له هغو ۲۵۰ سیارو نندارتونو څخه چې د لاجورد لارې د کاروان لپاره برابرېږي، د دې کاروان د مدیرانو په وینا به کورني محصولات د پنځلسو ورځو لپاره په ترکمنستان، ا‌ذربایجان، ګرجستان او ترکیه کې نندارې ته کېښودل شي.

د لاجورد لارې د کاروان بنسټ اېښودونکی حفیظ الله قل په دې اړه وویل:«د ویزې ستونزه مو حل کړه؛ په دې اړه مو د ترکمنستان له سفارت سره خبرې کړې دي، د ترکیې له سفارت سره مو هم خبرې کړي او کومه ستونزه نه ده پاتې. یوازې جورجیا پاتې چې ټاکل شوې له هغې سره هم خبرې وشي.»    

هغه لاسي صنایع چې د لاجورد لارې د کاروان په دفتر کې نندارې ته اېښودل شوي د دغه کاروان مهم توکي دي او ښځینه سوداګرو او صنعت کارانو ته په دغه کاروان کې ځانګړې ونډه په پام کې نیول شوې ده.

سوداګره تمنا شاه پسندي وايي:«له مېرمنو ملاتړ کوو او غواړو چې مېرمنې د سوداګرۍ په برخه کې پرمختګ وکړي او د هغوی لاسي صنایعې له هېواده بهر نندارې ته وړاندې کړو.»

د لاجورد لارې کاروان د هېواد د یوولس کاله مخکې طرحه ده چې اوس د لاجورد لارې په پرانیستل کېدو سره د دغې طرحې د عملي کېدو په برخه کې ګامونه پورته کېږي. 

شریک یي کړئ