Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مالیاتي جریمې بښنې؛ نږدې نهه زره شرکتونه حساب ته حاضر کړل

د ماليې وزارت چارواکي وايي د دې وزارت د مالیو د جریمو د ۹۵ سلنه بښنې وروسته چې د روان مالي کال له پيله اجرا شو تراوسه کابو نهه زره شرکتونو خپل حسابونه تصفیه کړي دي.

د دې وزارت د عوایدو عمومي ریس عبدالحبیب ځدراڼ وايي د دې شرکتونو د حسابونو په تصفیې سره نږدې ۲۲ میلیارده افغانۍ مالیاتي جریمه بښل شوې او له دې سره په یو وخت د مالیې وزارت توانیدلی لس میلیارده افغانۍ چې له ۱۳۸۱ل کال راهیسې نه وه ورکړل شوې ترلاسه کړي.

ښاغلي ځدراڼ وړاندې زیاته کړه: «موږ د اسانتیا لپاره وویل، چې حتی له ۱۳۸۱تر ۱۳۹۶ل کال پورې چې څوک جریمه شوي، د مالیاتي جریمې څخه یوازې پنځه سلنه او اصل مالیه ورکړي.»

که څه هم د مالیو ۹۵ سلنه بښنې د شرکتونو او خصوصي برخې له تاوده هرکلي سره مخامخ شوي خو یو لړ نیوکې هم پرې کیږي.

محب الله شریفی د اقتصادي چارو کارپوه وايي له دې وروسته به ډېری له مالیې تښتې او د داسې بښنې په تمه به د ماليې په ورکولو کې یو بد فرهنګ دود شي. 

هغه زیاته کړه: «هغوی چې له ماليې تښتېدلي، درغلي يې کړې او ماليې پر وخت نه ورکولې، موږ يې مجبور کړلو، چې ۹۵ سلنه ورته وبښو او یوازې په ۵ سلنه راضي شو، د دې تاوان دا دی چې هر څوک به له ماليې تښتي او د داسې موقع په انتظار به وي.»

د مالیې وزارت ټینګار کوي چې په هیڅ ډول به د مالیاتي جریمو د بښنې لړۍ ونه غځوي.

 د دې وزادرت د عوایدو عمومي رییس وويل د مالیاتي جریمو بهیر د اصلاح لپاره يې ملي شورا ته یوه طرحه د تصویب لپاره لیږلې چې پر اساس به يې له دې وروسته مالیاتي جریمې له اصلی مالیې زیاتې نه وي او له نه ورکړل شویو مالیو سره د یوه شرکت د مالیاتي جریمې یو شان کیدل به د جریمو د لګولو بهیر ودروي. 

شریک یي کړئ