Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مخابراتو په وزارت کې د لومړني برېښنايي حکومتوالۍ مرکز جوړېدل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په لومړي ځل په دغې وزارت کې د برښنايي حکومتوالي له جوړېدو خبر ورکوي.

تمه ده چې په دې مرکز به یو شمېر خدمتونه لکه، برښنايي پېژندپاڼې، د کار جواز، د موټرچلوونې جواز، قبالې په برښنايي ډول ووېشل شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر وايي، دا مرکز کولای شي چې د فساد په مخنیوي کې مرسته وکړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ښو او اسانه خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د برېښنایي حکومتوالۍ مرکز جوړ کړی دی.

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزاد اریوبي په دې اړه وویل:«د ټرافیک، روغتیا، پوهنې، رایې ورکونې، پاسپورټ د خدماتو په برخې او همدارنګه هغه ټولې ستونزې چې خلک یې د خدماتو د عرضې په برخه کې لري، ساده کېږي، او له یوې برېښنايي تذکرې سره د هغه ټول کارونه اجرا کېږي.»

اخوا د مالیې وزارت  سرپرست وایي چې د خدمتونو برېښنايی کول به د خدمتونو د ساده کولو بر بهیر سربېره د اداري فساد په کموالي کې هم اغېزناک وي.

د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي څرګنده کړه:«دا د هېوادوالو د وخت سپما لپاره ډېره مهمه ده او همدارنګه د کار سهولت او د اداري فساد کموالی هم کېدای شي.»

د عامه خدمتونو د وړاندې کولو پېچلي بهیرونه او په دې برخه کې د فساد شتوالی له هغو ګواښونو دي چې خلک ورسره مخ شوي دي.

 د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت چارواکي وایي چې خلکو ته د اسانه خدمتونو د وړاندې کولو په موخه به د هېواد په نورو ولایتونو کې هم ورته مرکزونه جوړ شي.

ټاکل شوې ده؛ له دغه مرکز نه خلکو ته  د تذکرو ؛ پاسپورټونو ؛ د موټر چلونې د جواز او د قبالو د ورکړې خدمتونه وړاندې شي.

شریک یي کړئ