Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هرات اوسپنې سنګان کان استخراج ته د ایران لېوالتیا

د کانونو وزارت سرپرست وايي چې ایران لیواله دی تر څو په هرات کې د سنګان اوسپنې کان استخراج او هغه خپل هېواد کې پروسس کړي، خو د افغانستان حکومت وړاندیز دا دی چې د کانونو ویستنې وروسته پروسس یې په هېواد کې د ننه وشي.

د افغانستان د سنګانو کان له ایران سره پر پوله پروت دی چې یوه برخه یې د ایران او بله یې د افغانستان ده.

که څه هم ایران د خپلې برخې وسپنه د سنګان کان څخه ویستلې او خلاصه شوې، اوس دا هېواد غواړي چې د افغانستان برخه هم په دې هېواد کې پروسس شي، ځکه لویه کارخونه یې اومه مواد نلري.

د کانونو وزارت سرپرسته، نرګس نهان وايي:«ما په کابل کې د ایران له سفير سره څو ځله ولید، دو په دې دلیل چې د ایران برخې د سنګانو کان خلاص شوی دی ځکه چې دوی په کافي اندازه ماشینونه لري او اومه مواد نلري، لیواله دي چې افغانستان دا کان دوی ته ورکړي، خو موږ داسې پالیسي لرو چې د هېواد کانونه باید د ننه پروسس شي.»

دا په داسي حال کې ده چې څه موده وړاندې په  کابل کې دایران سفیر ویلی و چې دواړو هېوادنو دکانو په برخه کې ګډه پانګونه کوي.

د ایران سفیر، محمدرضا بهرامي کابل کې ویلي وو:«موږ د افغانستان حکومت سره په دې هېواد کې د کانونو پر پانګونې خبرې کړې دي په ځانګړې توګه د سنګان پر کان خبرې پیل شوې دي.»

مخکې له دې د ولسي جرګې غړو اندېښنه څرګنده کړې وه چې د سمې تګلارې نشتوالي له کبله افغان حکومت نه دی توانیدلی چې په پر پوله پراته کانونو څخه ساتنه وکړي.

د کانونو وزارت سرپرست وايي چې د دې وزارت د پالیسۍ له مخې د افغانستان ویستل شوي کاڼي باید په هېواد کې د ننه پروسس شي

شریک یي کړئ