د برېښنا او اوبو وزارت وايي ټاکل شوې ده چې د افغانستان د اوبو د ډپولو لپاره د هریرود پر سیند دوه نور بندونه هم جوړ شي.
د برېښنا او اوبو وزارت مرستیال بصیر عظیمي څرګندوي چې د افغانستان د اوبو د بندولو او د هرات په غوریانو او کهسان ولسوالیو کې د سلګونه هکټاره ځمکې د خړوبولو په منظور، د «تیر پل» بند، د ایران پولې په ۲۰ کیلومټرۍ کې جوړېږي.
په همدې ترتیب، د دغه ولایت په پښتون زرغون کې د «کبګان» بند هم د دغه وزارت د راتلونکو کلونو په پلان کې دی.
د برېښنا او اوبو وزارت مرستیال په دې اړه زیاته کړه:«په څرګنده دغه پروژې زموږ په تدارکاتي پلان کې دي او تدارکاتي پړاو یې جریان لري. هغه کمپنۍ چې د پروژې د په مخ وړلو شرطونه پوره کولای شيو له هغوی سره تړون کوو.»
له بلخوا د هرات د ولايتي شورا مشر کامران علیزايي د دغو پلانونو پر عملي کولو ټینګار کوي. هغه زیاتوي:«ډېری ولسوالۍ لیرې دي او نهشي کولای د سلما له بند څخه سمه استفاده ولري؛ څه ښه دی چې نور بندونه هم جوړ شي.»
اخوا د هرات اوسېدونکي د دغو بندونو له جوړېدو هرکلی کوي، او ټینګار کوي چې د دغو بندونو له جوړېدو سره به د دغه ولایت په څو ولسوالیو کې ستر اقتصادي بدلون رامنځته او بزګري به هم پراخه شي.
څه باندې درې لسیزې کېږي چې د تیرپل او کبګان بندونو د جوړېدو بحث حکومتونه مطرح کوي، خو داسې ښکاري چې د برېښنا او اوبو وزارت د دغو بندونو د جوړېدو لپاره عملي کار پیل کړی دی.