Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هند سوداګریز نندارتون کې ۴۰۰هوکړو او ۵تړونونه لاسلیک شول

د افغانستان ـ هند په نندارتون کې د افغانستان د خصوصي برخې او د بیلابیلو هېوادونو د پانګوالو څه باندې څلور سوه هوکړه لیکونه او کابو پنځه تړونونه وشول.

د مسوولانو په وینا په دې نندارتون کې په افغانستان کې د درمل جوړونې د یوې لویې کارخونې پر جوړیدو هم هوکړه وشوه.

د افغانستان او هند ګډ سوداګریز نندارتون کې له زرو زیاتو پانګه والو او دولتي چارواکو ګډون کړی و چې په ترڅ کې یې ګڼو شرکتونو د پېرو پلور سلګونه خپلمنځي تړونونه هم لاسلیک کړل.

کابل کې د امریکا متحده ایالاتونو د اقتصادي پراختیا مسوؤله لورن سټودارد څرګندوي:« د نندارتون دوه ورځو کې نږدې څلور سوه سوداګریزې هوکړه لیکونه وشول، د دغو سوداګریزو معاملاتو ارزښت ان یو سلوپنځوس ملیونه ډالر و.»

د دې نندارتون په دریمه ورځ د افغانستان، امریکا ګډې سوداګریزې خونې او د هند ګجرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې تر منځ هم د اړیکو د پراختیا هوکړه وشوه.

ټاکل شوې چې د افغانستان او هند ګډ سوداګریز نندارتون په وروستۍ ورځ په ټیټه کچه هم سوداګریزه راکړه ورکړه خورا لوړه وي، ځکه دا نندارتون به په څلورمه ورځ د ټولو عامو هندیانو په مخ خلاص وي.

د افغانستان او هند ګډ سوداګریز نندارتون کې له زرو زیاتو پانګه والو او دولتي چارواکو ګډون کړی و چې په ترڅ کې یې ګڼو شرکتونو د پېرو پلور سلګونه خپلمنځي تړونونه هم لاسلیک کړل

شریک یي کړئ