Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هند مرسته شوي غنم د چابهار له لارې افغانستان ته ورسېدل

په نیمروز کې ځايي چارواکي وايي چې د هند مرسته شویو غنمو لومړنۍ برخه د چابهار له لارې افغانستان ته راورسېدل.

د نیمروز د والي ویاند محمد سمیع چارواکي افغانستان ته د چابهار بندر له لارې د دغو غنمو رسېدل له دې لارې د سوداګریزو راکړو ورکړو پیل بولي او وایي چې د چابهار بندر د اوبو د هغو ټولو بندرونو په پرتله چې د افغانستان په ګاونډ کې دي نېږدې دی.

هغه زیاته کړه:«هغه څه چې ډېر ارزښت لري دا دی چې افغانستان له تړل والي خلاصېږي او موږ به د کراچۍ په بندر پورې به تړلي نه وو.»

ټاکل شوې ده د هند مرسته شوي غنم لومړي په نیمروز ولایت کې ځای پر ځای کړی شي او تر هغه وروسته د هېواد په بېلابېلو برخو کې د غلې، دانې  سټراټېژیکو  زیرمو ته ولېږدول شي.

 د کرنې او اوبو لګول وزارت وايي چې له دغو غنمو به په بیړنیو حالاتو کې ګټه واخیستل شي.

د کرنې او اوبو لګولو وزارت سرپرست نصیر احمد درانی وايي:«د چابهار په سوداګریزه سیمه کې د افغانستان، هند او ایران همکارۍ د سوداګرۍ د ودې لپاره مهمې موکې برابروي.»

چابهار هند د افغانستان له لارې له منځنۍ آسیا سره نښلوي او د افغانستان او هند تر منځ د توکو د راکړې ورکړې لار اواره وي .

 ویل کېږي چې د ایران د چابهار په آزاده سیمه کې د چابهار بندر موقعیت د دې لامل شوی دی چې دغه بندر افغانستان ته د سوداګریزو راکړو ورکړو لپاره ځانګړې آسانتیاوې او امتیازات ولري.

له همدې امله د هند او افغانستان حکومتونه هڅه کوي چې له دغه بندر نه په ګټې اخیستنې سره د دواړو هېوادونو تر منځ د توکو د  سوداګرۍ او ټرانزیټ لاره هواره کړي.

په کابل کې د هند سفیر من پریټ وهرا وویل:«موږ ډاډ لرو چې د ایران د دولت له همکارۍ سره له دغې لارې له چابهاره تر افغانستانه هېڅکله به د بندرونو د تړلو او د یوه اړخیزو پرېکړو شاهد نه وي،  چې ستاسو صادرات او واردات ودروي، او دغه لاره بحر ته ستاسو د صادراتو او وارداتو لپاره لاره هواره او تضمین وي.»

په کابل کې د ایران سفیر هم څرګنده کړه:«موږ او د هند هېواد به د چابهار بندر په اړه ډېرې سترې پروژې ولرو.»

 هند سږکال له افغانستان سره ۱۱۰ زره ټنه غنم مرسته کوي. له دې ډلې نن ۱۵ زره ټنه دغه غنم په پنځه سوو څلور څلیښتو کانټیرونو کې د ایران له پولې په تېرېدو سره افغانستان ته ورسېدل.

شریک یي کړئ